Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • افغانستان

    افغانستان کې د ورښتونو بله لړۍ؛ درونټه کې له غره ښویدلو ډبرو څو ګاډي لاندې کړي

    د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار ته څېرمه درونټې تونل ته نژدې سختو ورښتونو له غره لویې ډبرې را غورځولې دي. بلخوا جلال اباد ښار کې اورښتونو د ښار واټونه له اوبو ډک کړي او له خلکو غوښتل شوي چې که ضروري کار ونه لري ښار ته له تګه دې ډډه وشي. په همدې مهال د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د لا واورو او سختو ورښتونو اټکل کړی دی.

  • پاتریشیا

    کمپیوټري تېروتنې له ۱۰۱ کلنې بوډۍ کوچنۍ ماشومه جوړه کړې

    کمپیوټري تېروتنې ۱۰۱ کلنې بوډۍ کوچنۍ ماشومه جوړه کړې

  • غزه

    "په غزه کې د میلیونونو ټنه کنډوالو ایستل به ۱۴ کاله وخت ونیسي"

    ملګري ملتونه وايي، په غزه کې جګړې نژدې ۳۷ میلینه ټنه کنډواله رامنځ ته کړې ده،‌ یعنې په هر یوه مربع متر کې ۳۰۰ کیلوګرامه کنډواله ده. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي دي چې د غزې د جګړې له امله د کنډوالو د لویې برخې- چې په کې ناچاوده توکي هم شامل دي، ایستل به ۱۴ کاله وخت ونیسي. ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د اسرائیلو عملیاتو غزه په "انساني دوزخ" بدله کړې چې د سختې لوږې کچه په کې په ډېرېدو ده.

  • خارښ

    خارښ څه شی دی او ولې موږ خپل ځان ګروو؟

    خارښ د پوستکي اختلالاتو یوه نښه ده. په دې لیکنه کې موږ پر ځینو هغو ساینسي حقیقتونو خبرې کوو چې زموږ د پوستکي لاندې پېښېږي:

  • پاټریاټ نظام چې جرمني یې لري.

    د امریکا دفاع وزارت به 'ژر' پاټریاټ هوايي دفاعي نظام اوکرایین ته ورکړي

    د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت وايي، اوکرایین ته به د خپلو نوې پوځي مرستې لړ کې ''ژر'' پاټریاټ هوايي دفاعئ نظام او د توپنخانې مرمۍ هلته ورسوي. د امریکا دفاع وزیر لوئيد اسټین د جمعې پر ورځ وویل، امریکا به د دې هدف لپاره شپږ میلیارده ډالر وکاروي. د یادونې ده، چې د توغندي توغولو لپاره پاټریاټ نظام نه استول کېږي.

  •   بحث

    ویډیو, افغانستان کې د خونړي پېر د رهبرانو بچیان د خپلو مشرانو کړنې څه ډول ارزوي؟موده, 51,58

    د ثور اومه او اتمه د افغانستان د تاریخ د دوو خونړیو فصلونو د پیل ورځې بلل کېږي. منتقدین وايي کین اړخو د ثور پر اومه افغانستان کې د شوروي نیواک یا اشغال ته لار پرانیسته او د ثور پر اتمې بیا اسلامپالو ډلو د یوې ویجاړوونکې کورنۍ جګړې اور بل کړ. خو اوس له څو لسیزو وروسته د دواړو غاړو دویم نسل د خپلو مشرانو کړنو ته په کومه سترګه ګوري؟ د بي بي سي په دې ځانګړي بحث کې مو ورته کتنه کړې.

  • امریکا

    امریکا: چين له روسیې سره مرسته کوي چې اوکرايين ته ګواښ ډېر کړي؛ چين وايي، زموږ له "سرو کرښو" مه اوړئ

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چین ته خبرداری ورکړی چې که روسيې ته د هغو تجهيزاتو ورکول ونه دروي چې له اوکرايين سره په جګړه کې کارول شوي، نو واشنګټن به یې پر ضد اقدام وکړي. په بيجېنګ کې له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې دغه لوړپوړي امريکايي ډېپلومات وویل چې خپلو سیالانو [چينایانو] ته یې په ډاګه ویلي چې دوی له سړې جګړې راهیسې د اروپا امنیت ته د یوه "لوی ګواښ په جوړولو کې مرسته کوي"

  • Pakistan

    د پاکستان کابینه: د افغان کډوالو "پي او ار" کارتونه دې د جون تر ۳۰مې وغځول شي

    د پاکستان د مرکزي‌ حکومت کابینې د سفیران (ریاستونو او پولو) وزارت دا وړاندیز منلی چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته دې د 'ثبتېدو ثبوت' یا (پي ‌او‌ ار) په نوم د ورکړ شویو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځول شي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې ویلي، د 'پي او ار' کارتونو لرونکي کډوال به د جون تر وروستیو د ښوونځیو او خپلو بانکي حسابونو په ګډون نورو خدماتو ته هم لاسرسی ولري.

ځانګړي مطالب

  • یما بارز او عبدالله سپنګر

    ویډیو, د ثور ۷مه؛ کومې او څنګه تېروتنې وشوې؟موده, 26,35

    د ثور د اومې له کودتا ۴۶ کاله تېر شول. سمبالګر یې وايي موخه یې د افغانستان سوکالي وه. خو تېروتنې چېرې وشوې او ولې دا بدلون د سوکالۍ پر ځای بربادي راوړه؟ زدکړې ترې وشوې او که هماغه تېروتنې بیا د افغانستان په سیاسي ډګر کې تکرارېږي؟ د بي بي سي په دې ځانګړې خپرونه کې ورته کتنه شوې. زموږ همکار یما بارز د پخواني خلق ډېموکراتیک ګوند د مرکزي کوميټې د تبلیغاتو له مسوول عبدالله سپنګر سره خبرې کړې.

  • افغانستان

    ظاهر او باطن

    داسې څوک به شاید تاسې هم لیدلی وي چې د زورور سړي به بې حده احترام کوي او یو بل وخت به، چې له هغه سره زور نه وي، سپکې سپورې پسې وایي.

  • افغانستان

    شمالي وزیرستان ته د انس حقاني تګ؛ څه ډول تللی و او موخه یې څه وه؟

    د تېر کمکي اختر ورځو کې (د ۲۰۲۴ اپرېل) شمالي وزیرستان ته د انس حقاني "نارسمي سفر" په افغانستان او پاکستان دواړو کې غبرګونونه پارولي دي.‌ ښاغلی حقاني د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی. نوموړی د طالبانو حکومت کې د هغه کمېسیون غړی هم دی چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له افغانستانه د وتلو سیاستوالو او حکومتي چارواکو د بېرته ورستنولو لپاره جوړ شوی دی.

  • روغتیا

    د پښتورګو د اتو عامو ناروغیو نښې څه دي؟

    د هند د نیفرولوژي (پښتورګو ناروغیو درملنې) ټولنې د یوې تازه څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې ۸۴ میلیونه کسانو د پښتورګو په مختلفو ناروغیو اخته دي، یعنې په نړۍ کې له هرو لسو کسانو یو یې د پښتورګو په یو ډول نه یو ډول ناروغۍ اخته دی. باید یادونه وکړو چې په نړۍ کې د مړینې د لسو لاملونو له ډلې د پښتورګو ناروغي په اووم ځای کې ده.

  • کابل

    د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبانو ولې زرګونه ټوکه کتابونه له بازاره راټول کړي؟

    د اپرېل ۲۳ په نړۍ کې د کتاب او په ځانگړي ډول د کاپي رايټ نړیواله ورځ ده . ملګري ملتونه هر کال دغه ورځ د کتاب لوستنې ترویج او هڅونې او له هغه نه د خوند اخیستلو په موخه لمانځي.

نيمه نړۍ

افغانستان

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي بي سي اورئ

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    ځانګړې پاڼه

    ويډيویي رپوټونه او مرکې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    پښتونخوا

    نړۍ

    لوبې

    روغتیا

    اقتصاد

    ساینس او ټېکنالوژي

    هنر او ادب

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي