پاکستان او ایران ۱۰ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو پرېکړه وکړه

اسلام اباد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا په ۲۰۲۱ کال کې د ایران د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته د ابراهیم رئیسي لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکي یې مهم سفر بولي.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي په درې ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نن (دوشنبې) رسېدلی دی او د پاکستان له لومړي وزیر محمد شهباز شریف او ځینو نورو جګپوړو چارواکو سره یې د پاکستان لومړي وزیر په دفتر کې وکتل.

دواړو مشرانو په دې کتنه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پر ګډو هڅو هوکړه کړې ده، خو دا چې څه ډول به دواړه هېوادونه په ګډه هڅې کوي، خو په دې اړه یې ډېر جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

ښاغلي رئیسي په خپلو خبرو کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ کچه د منلو وړ نه ده. "موږ پرېکړه کړې چې په لومړي پړاو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړو".

د پاکستان د لومړي وزیر د مطبوعاتو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهباز شریف او د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن سهار د لومړي وزیر دفتر کې د کتنې پرمهال د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا و د سیمه ییزو او نړیوالو مهمو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د ویناپاڼې له مخې " د پاکستان او ایران د اړیکو تاریخ ته په پام سره، دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، انرژۍ، ارتباطاتو، کلتور او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د همکارۍ پراخولو ژمنه وکړه."

دواړو خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د ویډیو تشریح، پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د پاکستان پوځ نن دوشنبه ویلي، د پښتونخوا په ډېری اسماعیل خان کې یې لس وسله وال وژلي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د پاکستان د وسله والو ځواکونو له لوري درناوی وړاندې شو.

دواړه مشران به د ایران او پاکستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د تفاهم لیکونو د لاسلیکولو ترڅنګ په اسلام اباد کې د ایران جادې په نامه د یوې لویې لارې د نومولو په مراسمو کې هم ګډون وکړي او له یو بل سره به خبرې اترې وکړي.

دا په ۲۰۲۱ کال کې د ایران د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته د ابراهیم رئیسي لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکي یې مهم سفر بولي.

د ایران ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف د ځمکې د ورځې په مناسبت د لومړي وزیر د ماڼۍ په شنه باغ کې یو نیالګی کېناوه.

لومړی وزیر به د ایران ولسمشر او ورسره پلاوي ته د غرمې ډوډۍ هم ورکړي. د دې نه علاوه به د ايران ولسمشر لاهور او کراچۍ ته هم ځي او له صوبائي مشرانو سره به ملاقات کوي.

دواړه خواوې به د تجارت، اړیکو، انرژۍ، کرنې او د خلکو ترمنځ د اړیکو په شمول په مختلفو څانګو کې د پاک-ايران روابط او همکارۍ د لا مضبوطولو لپاره پراخه ايجنډا ولري.

ابراهیم رئیسي

د عکس سرچینه، PMLN

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف د ځمکې د ورځې په مناسبت د لومړي وزیر د ماڼۍ په شنه باغ کې یو نیالګی کېناوه.

دوی به د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو او د ترهګرۍ له ګډ ګواښ سره د مبارزې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

ويل کېږي له ابراهیم رئيسي سره يې خپله مېرمن، د بهرنيو چارو وزير، د کابينې ځينې غړي، نور چارواکي او يو لوی سوداګريز پلاوی هم په دې سفر کې ملګرتيا کوي.

دغه سفر د ایران او اسرائیلو د کړکېچ او د پاکستان د اوسنیو سیاسی او اقتصادي حالاتو په برخه کې ځانګړی اهمیت لری.

ويل کېږي د دواړو هېوادونو مشران به د سيمې او نړۍ د حالاتو او ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې لپاره په دوه اړخيزو همکاريو هم خبرې وکړي.

ایران او پاکستان بریدونه

د ایران ولسمشر په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د ایران او اسرائیلو شخړه خپل اوج ته رسېدلې ده او له دې وړاندې د روان کال په لومړیو کې د پاکستان او ایران تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو له خوا د یو بل په خاوره بریدونه د ترهګر پر ضد عملیاتو وبلل شول.

د ايران او اسرائيلو تر منځ د شخړې په تړاو پاکستان له دواړو خواوو غوښتي وو چې د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي او د کړکېچ مخنيوی وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د اپریل پر ۱۹ مه د یوې غونډې په ترڅ کې وويل چې "د اپریل پر لومړۍ نېټه د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو غیر مسوولانه او بې پروا برید له وړاندې د بې ثباته سیمې امنیت نور له ګواښ سره مخامخ کړی دی."