ډېر کېچونه او شپږیزې د کومو لوبغاړو دي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېر کېچونه محمد نبي اخیستي دي

د افغان لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېر کېچونه محمد نبي اخیستي دي، چې ۷۲ دي. تر هغه وروسته شهزاد محمدي ۶۴ او دوه سټمپونه، نجیب ځدراڼ ۴۰ او راشد خان ۳۳ کېچونه نیولي دي.

رحمت شاه هم په خپلو یو ورځینو لوبو کې تر اوسه ۲۷ کېچونه نیولي دي. ګلبدین نایب ۲۵، اصغر افغان ۲۴، رحمن الله ګربز ۲۲ کېچونه او دوه سټمپ، سمیع الله شینواري ۲۱ او نوروز منګل ۱۹ کېچونه اخیستي دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

حشمت شهیدي او نورعلي ځدراڼ هر یوه ۱۵- ۱۵ کېچونه نیولي دي. دولت ځدراڼ ۱۶، ابراهیم ځدراڼ ۱۱، میرویس اشرف ۸ او کریم صادق بیا ۶ کېچونه اخیستي دي.

ډېرې شپږیزې

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبغاړو ترمنځ محمد نبي تر نورو لوبغاړو ډېرې شپږیزې وهلې دي چې شمېر یې ۱۰۵ ته رسېږي.

تر هغه وروسته نجیب ځدراڼ ۶۸، اصغر افغان ۶۵، شهزاد محمدي ۵۵، رحمن الله ګوربز ۵۳، راشد خان ۴۸، رحمت شاه ۳۹، ګلبدین نایب ۳۰، نوروز منګل ۲۷، سمیع الله شینواري ۲۶ او عظمت الله عمرزي ۲۴ شپږیزې وهلې دي.

په صفر ډېر اوټ شوي افغان لوبغاړي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبغاړو ترمنځ په صفر ډېر اوټ شويو لوبغاړو کې مجیب الرحمن ۱۲، راشد خان ۸، اصغر افغان او ګلبدین نایب ۷- ۷ ځله، محمد نبي ۶، حشمت شهیدي او رحمت شاه ۵-۵ ځله، شهزاد محمدي، نجیب ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او نوروز منګل ۴-۴ ځله اوټ شوي دي.