د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې خلک د بشري ناورین او ناوړه اقتصادي وضعیت په منځ کې ژوند کوي

د بښنې نړیوال سازمان

د عکس سرچینه، Getty Images

  • Author, صابر عزیز
  • دنده, بي بي سي

د بښنې نړیوال سازمان په دې تازه رپوټ کې د افغانستان شته حالات او هغه ستونزې چې دا مهال افغانان ورسره مخ دي، په څو ځانګړو برخو وېشل شوې.

د رپوټ په سر کې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو یادونه شوې چې هر یو یې په خپل وار په ستونزو کې راګېر افغان وګړي ننګوي.

په رپوټ کې راځي، چې دا مهال افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي او په منځ کې یې نږدې دوه اعشاریه درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي.

دغه رپوټ دارنګه لیکي چې له پاکستان څخه د ګڼ شمېر افغانانو جبرې ستنولو او ورسره طبیعې پېښو حالاتو نور هم ترینګلي کړي دي.

د رپوټ بله برخه بیا د افغان ښځو او نجونو په حقونو را څرخي چې په وینا یې دا مهال د ژوند له نږدې ټولو لومړنیو حقونو محرومې کړل شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا افغان ښځې او نجونې ان د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره هم غږ نه شي پورته کولای او هغوی چې په دې برخه کې کوم ګام اخلي بیا یې ځای زندان وي.

په رپوټ کې د لږکیو د حقونو یادونه هم شوې چې په وینا یې په مختلفو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه نړیوال سازمان د رپوټ یوه برخه کې د ناقانونه بریدونو او وژنو یادونه شوې ده.

رپوټ د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما شمېرې را خیستې چې لیکي له ۲۰۲۱ کال اګست نه بیا د ۲۰۲۳ کال تر مې میاشتې په پورې ټول ټال ۳۷۷۴ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې چې ډېری د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په بریدونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

افغانستان ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بښنې نړیوال سازمان وايي، افغان ښځې او نجونې د ژوند له نږدې ټولو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې رپوټ کې د مذهبي ازادیو محدودول، د وینا په ازادۍ ، د خلکو په سوله ییزې راټولېدنې او بشري حقونو د فعالانو په فعالیت بندیز او نورو ستونزو یادونه شوې ده.

یاد سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شوار غواړي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر د ماموریت سربېره، د احتمالي جنایي اقداماتو لپاره د شواهدو راټولولو او ساتلو لپاره د حساب ورکونې یو خپلواک نړیوال میکانیزم رامینځته کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د دې نوي رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.