افغانستان کې ښځو ته ۹۰۰۰ جوازونه ورکړل شوي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې ښځو ته ۹۰۰۰ جوازونه ورکړل شوي
افغانستان کې ښځو ته ۹۰۰۰ جوازونه ورکړل شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت وايي، په دې هېواد کې د ښځینه سوداګرو شمېر په ډېرېدو دی. دغه وزارت وايي، ټول ټال ښځو ته ۹۰۰۰ جوازونه ورکړل شوي. ډېر شمېر ښځې د کرنې او مالدارۍ، کالیو ګنډلو او جوړولو، غالیو اوبدلو، د تازه او وچو مېوو تولید او پروسس او د زعفرانو د تولید او پروسس برخو کې کار او سوداګري کوي.

لا تر اوسه د لویو نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او په ډېرو ادارو کې ښځې له محدودیتونو سره مخامخ دي.

شازیې حیا د ځینو ښځو خبرې راټولې کړې دي.