افغان-قزاق سوداګرۍ فورم؛ متقي وايي دریو ګاونډيو هېوادونو کې داعش ډلې سره مرسته کېږي

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه له داعش ډلې سره په مرستې تورن کړل.

ښاغلي متقي پنجشنبه (د اپرېل ۲۵مه) کابل کې د افغان-قزاق سوداګرۍ فورم د پرانیستې مراسمو کې ویلي، په یوه ګاونډي هېواد کې داعش ته بشري ځواک تیارېږي، له دویم ګاونډي را تېرېږي او درېیم ګاونډي هېواد کې یې د پلان جوړوني او تمویل مرکزونه دي.

نوموړي د دغو هېوادونو نومونه وانخیستل،‌ خو ویې ویل چې د داعش خلاف مبارزه کې یې د مسوولیت نه ترسره کولو سیمه ناامنه کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې حکومت د دومره جګې کچې چارواکی په ښکاره د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه له داعش سره په همکارۍ تورنوي.

د ویډیو تشریح، داعش سره په مرسته د دریو ګاونډیو تورنېدل

د افغانستان - قزاقستان د سوداګرۍ توکو ګډ نندارتون پرانیسته کې د طالبانو د ریاست‌ لوزراء سیاسي او اقتصادي مرستیالانو او همدا راز د دوی د کابینې څو وزیرانو برخه اخیستې وه.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال 'سریک ژومانګارین' په مشرۍ یو پلاوی هم د دغه نندارتون پرانیستې او د "دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا" په تړاو خبرو لپاره کابل ته تللی.‌

دغه نندارتون دوه ورځې دوام کوي‌ او د افغانستان او قزاقستان کورني محصولات او تولیدات پکې په ۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

تېر کال د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداګریز فورم استانه کې جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې د "دواړو لورو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول".

د امریکا بانکي بندیزونه "ظالمانه" او "انتقامي" دي

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو حکومت وايي بهرنۍ تګلاره یې اقتصاد محوره ده او ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته پکې ځانګړی اهمیت ورکړ شوی دی.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، دوی پر سیمې سربېره نورې نړۍ سره هم ښې سیاسي او اقتصادي اړېکې غواړي.

امیرخان متقي وویل "غرب ته مو هم خپل پیغام رسولی دی. له هغوی هم غواړو چې راځئ مثبتې اړیکې پیل کړو. خو دا چې ځینې هېوادونه مغرضانه څرګندونې او تحرکات کوي، دا په هغوی پورې اړه لري."

هغه پر افغانستان د امریکا له لوري وضع شوي بانکي بندیزونه "ظالمانه" او "انتقامي عمل" وباله خو ویې ویل "نړۍ یوازې غرب نه ده او غرب یوازې امریکا نه ده."

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو مراسمو کې وویل، د نړۍ له هېوادونو سره یې اړیکې په پراخېدو دي.‌

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

هغه وویل افغانستان د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ په ډګرونو کې هم د پرمختګ په حال کې دی او دوی بهرني پانګوال هڅوي چې افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو ګټه واخلي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، افغانان غواړي چې هېواد یې د سیمې په نښلونکې څلور لارې واړوي او دوی د دې هیلې ترلاسه کېدو ته ژمن دي.

د یادونې ده چې پر قزاق پلاوي سربېرته د ترکمنستان کابینه کې د اړیکو او ترانسپورت ادارې د لوی رییس محمد خان چاقییف په مشرۍ یو پلاوی هم کابل کې دی او طالب چارواکي وايي د اوسپنې پټلۍ پر هغې پروژې درې اړخیز بحث کوي، چې له قزاقستانه د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کېږي.