له اقتصادي اړخه کمزوري پاکستان کې پانګونه سعودي ته څه ګټه لرلی شي؟

Iraq

د عکس سرچینه، PID

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ پلاوی پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او نورو جګپوړو چارواکو دغه سفر خپل هېواد لپاره ګټور بللی دی.

د پاکستاني چارواکو په خبره، د سعودي پلاوي دا سفر د روژې میاشتې وروستیو کې په مکه مکرمه کې د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ د لیدنې په دوام ترسره شو.

په هغې لیدنه کې پر اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې وې چې مهمه برخه پاکستان کې د سعودي عربستان د پانګونې په اړه وه.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په پای کې له خپل پاکستاني سیال سره ګډې خبري غونډه کې دا سفر مثبت وباله.

نوموړي په اقتصادي برخه کې هڅونکې وینا درلوده او وویل چې پاکستان په ډېر ژر په اقتصادي ډګر کې پرمختګ وکړي.

په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي د ګڼو لوړو ژورو راتېر شوي دي.

د یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف سره له یو ځای کېدو د پاکستان ډډه او د عمران خان د واکمنۍ په دور کې د نوموړي لخوا د ریاض پر ځای مالیزیا کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ترسره کېدو هڅو د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې لا پیکه کړې.

پاکستان

د عکس سرچینه، PID

خو د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت کې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا تودې شوې او پاکستاني چارواکي تمه لري چې سعودي به یې خاوره کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي.

د چارواکو په وینا، پاکستان ورغلي سعودي پلاوي ته د ټېکنالوژۍ، کانونو، کرنې، انرژۍ او نورو برخو کې د پانګونې او د سعودي پانګوالو ته د بشپړ خوندیتوب او ملاتړ ډاډ ورکړی و.

د سعودي د بهرنیو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان هم وویل، چې پاکستان کې د پانګونې زیات فرصتونه شته دي.

د پانګونې اړوند چارواکو لخوا ورکړل شويو معلوماتو ډاډمن کړی دی او د پاکستان نوې ټګلاره یې خوښه شوې ده.

خو د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د ګډ تجارت کوم واضح کاري چوکاټ لا رسنیز شوی نه دی.

هممهاله دا پوښتنې هم راپورته شوې، چې سعودي عربستان کې پاکستان کې په کومو کومو برخو کې او څه اندازه پانګونه ګوي؟

د پاکستان په څېر کاواکه او له اقتصادي ننګونو سره په مخ هېوادونو کې پانګونه سعودي ته څه ګټه لرلی شي؟

او دا چې ریاض ولې د پاکستان په ګډون نورو دوستو هېوادونو ته نېغ په نېغه د مرستې ورکولو پر ځای دغو هېوادونو کې د پانګونې پالیسۍ ته مخه کړې ده؟

عمران خان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان سعودي عربستان ته بلنه ورکړې چې په ټېکنالوژۍ، کانونو، زراعت، انرژۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

په دې اړه بي بي سي د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه خو پاکستاني چارواکو دا معلومات شریک نه کړل.

د اقتصادي چارو کارپوه خرم حسین وايي، د پاکستان د حکومت د چوپتیا یو لامل دا دی، چې پاکستان سعودي عربستان ته د پانګونې د امکاناتو یو لېست ورکړی چې هلته پانګونه کولی شي او ګټه ترلاسه کولای شي.

اوس به ولیدل شي چې د پاکستان له خوا وړاندې شوي فرصتونه به څومره سعودي عربستان ومني.

نوموړي وویل، دا چې پاکستان تر اوسه په دې پروژو کې د سعودي د پانګونې او د کچې په اړه څه نه دي ویلي، په اصل کې پاکستاني چارواکي په دې اړه بېړه نه کوي.

خرم حسین د سعودي عربستان لخوا د احتمالي پانګونې په اړه وویل، د لیدنې په جریان کې د یو څو شیانو یادونه وشوه، چې سعودي ورسره لیوالتیا وښودله او هغه د کانونو اړوند پروژې دي.