Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې له کړو بریدونو دفاع وکړه


د پاکستان پوځ د توپوڼو ډزې کوي - انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځ د توپوڼو ډزې کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت منلې چې ځواکونو یې د افغانستان دننه حملې کړې دي. د مارچ پر ۱۸مه، د بهرنيوو چارو وزارت وويل چې د بریدونو هدف د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې غړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مارچ پر اتلسمه پر ایکس (پخواني ټويټر) خپاره کړي بیان کې ويلي وو چې تېره شپه د پاکستان الوتکو د پکتيکا د برمل په لمنه کې ۶ تنه چې ۳ یې ښځې او ۳ یې ماشومان دي، وژلي دي. د هغه په وينا د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې ۲ ښځې وژل شوي دي.‌

خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په نښه شوي کسان پر پاکستانيوو ځواکونو بریدونو کې ککړ وو. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې پاکستان د افغانستان خودمختارۍ ته احترام لري خو بیا یې هم پر خوست او پکتيکا له بمبارۍ دفاع کړې ده. وزارت په شمالي وزیرستان کې د مارچ پر ۱۶مه شوې د هغې حملې یادونه کړې چې ۷ پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي وو.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې د مارچ پر ۱۶مه، رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي وو چې همغه ورځ سهار وختي شپږو وسله والو د دوی پر مرکز برید وکړ. وسله والو لومړی له بارودو ډک ګاډي ته په امنيتي پوستې کې چاودنه ورکړه او وروسته يې يوشمېر ځانمرګي بريدونه وکړل. د پوځ په خبره، په وژل شويو ۷ کسانو کې لېفټينېنټ کرنل سيد کاشف علي او کېپټن محمد احمد بدر شامل وو.

د پاکستان پوځ دا نه وو ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده. دغې ډلې په پکتيکا او خوست کې د پاکستان د بمباریوو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې له دوو کلونو راهیسې پر افغان طالبانو ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدو ته نه پريږدي. خو په وينا یې چې په کابل کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دغو پر له پسې غوښتنو ته پام نه دی کړی چې د پاکستانيوو وسله والو په اړه یې کړې دي. وزارت تور پورې کړی چې د طالبانو په حکومت کې ځيني واک لرونکې کړې داسې دي چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي. د وزارت په وينا له افغان طالبانو یې بیا بیا غوښتي چې د ټي ټي پي مشران دې پاکستان ته وسپاري او د هغوی وسله والو ته دې خوندي ځایونه نه ورکوي.

د تحريک طالبان پاکستان او افغان طالبانو دريځ

خو ټي ټي پي او په کابل کې د طالبانو حکومت دريځ لري چې د دغې ډلې غړي او مشران په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي. پر خوست او پکتيکا کې تر بریدونو وروسته، د مارچ پر ۱۸مه، د طالبانو حکومت بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کاريږي. وزارت د دې بریدونو په اړه د احتجاج لپاره په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم ورغوښتی وو.

پاکستاني رسنيوو ليکلي چې پاکستان د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان عبدالله شاه کور په نښه کړی دی. خو تحريک طالبان پاکستان او ذبیح الله مجاهد په جلا جلا خبرپاڼو کې دا رد کړې ده.

مجاهد په خبرپاڼه کې ويلي: "عبدالله شاه په پاکستان کې دی، بله داچې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسېږي چې ورځنی تګ راتګ او ګڼې خپلویانې لري." هغه د خبرداري په ورکولو سره زیاته کړې: "داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي. د پاکستان نوی ملکي حکومت باید پرينږدي چې د پوځ څو تنه جنرالان په دې ډول بې باکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څېر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابه کړي. "

تحريک طالبان پاکستاند بمباريوو په اړه په خبرپاڼه کې ويلي چې په نښه شويو ځایونو کې د دوی وسله وال موجود نه وو. ټي تي پي زیاته کړې چې جنګیالي یې په افغانستان کې نه بلکې په قبايلي سيمو کې دي نو ځکه په بمبارۍ کې د عبدالله شاه کور په نښه کېدل حقیقت نلري او پروپېګنډه ده.

پخپله عبدالله شاه هم يوه ويډيو خپره کړې ده. په دې ويډيو کې هغه د دريوو نورو وسله والو سره ليدل کېږي او وايي چې نوموړی په شمالي وزیرستان کې روغ جوړ دی.

د افغان طالبانو او پاکستانيوو ځواکونو نښتې

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ويلي چې د دې بمباريوو په غبرګون کې یې سرحدي ځواکونود پاکستاني پوځ په مرکزونو بریدونه کړي دي. دې وزارت د مارچ پر ۱۸مه، پر خپله ایکس‌ پاڼه په پوځي جامو کې د سرپرست دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تصویر خپور کړی او په خبرپاڼه کې یې ورسره ليکلي چې سرحدي ځواکونو یې د پاکستاني پوځ د مرکزونو د نښه کولو په وخت درنې وسلې کارولي دي.

په همدې حال کې د پکتیا او وزیرستان ترمنځ په انګور اډه او پکتيا او کورمې ترمنځ سیمو کې افغان طالبانو او پاکستانيوو ځواکونو له یو بل سره نښتې کړې دي. د کورمې د بوړکي ځايي مشر حاجي نوروزعلي د مارچ پر ۱۸مه، مشال راډيو ته وويل چې نن سهار د افغانستان له اړخه تر څلورو راکټونو ویشتل کېدو وروسته، پاکستاني پوځيانو ډزې پيل کړي. علي زیاتوي جنګ په خرلاڅو او بوړکي سیمو کې شوی دی.

د پاکستان پوځي استخباراتو مشال راډيو ته په ليږلو معلومات کې د نښتو کېدل منلي خو وايي دواړو خواوو ته مرګژوبله نه ده شوې. البته پولیسو مشال راډيو ته ويل چې په بوړکي کې یې ښوونځي د لنډمهال لپاره رخصت کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې دننه بریدونه کوي. تر دې وړاندې یې هم په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول. اسلام اباد په هغو بریدونو کې هم د پاکستانيوو وسله والو وژلو ادعا کړې وه خو طالبانو رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG