په افغانستان او نړۍ کې د رسنیو ازادي – یوه موضوع څو زاویې
په افغانستان کې د خبریالانو د نیول کېدو او بندي کېدو په دوام، افغان حقوق پوهانو ویلي چې د افغانستان په قوانینو کې د رسنیز یا مطبوعاتي جرم په توګه هېڅ عمل نشته. دغه راز په کشمیر کې د رسنیو پروړاندې بندیزونه د دې لامل شوي چې یوه خبریاله خپل مسلک پرېږدي او د پخلي کاروبار پیل کړي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې، په افغانستان او د نړۍ په ځینو برخو کې د رسنیو ازادي ته کتنه شوې ده.