د نشهيي توکو په وړاندې مبارزه- یوه موضوع څو زاویې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په دې هیواد کې د نشهيي توکو د کرکیلی او تولید پر دوام اندېښنه ښودلې ده. بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، هغه بزګر چې په خپلو ځمکو کې له نیم جریب څخه په زیاته ځمکه کوکنار وکري، نو د شپږو میاشتو نه تر یوه کاله پورې به د بند سزا ورکول کیږي.