Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل ښځې او نجونې د خطر سره مخ کوي ـ بخښنې نړیوال سازمان


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ایستلو او د ستنیدو پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۷ (حمل اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې په پاکستان کې په موقت ډول د اوسیدانې د (ACC) او د (POR) د پیژندپاڼو د لرونکو افغان کډوالو په ګډون د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیو اوسیدونکو د ایستلو وړاندیز د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت تر لاس لاندې دی.

تراوسه لا د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د دوییم پړاو د پیلیدو نیټه نه ده اعلان شوې، خو ددغه هیواد د انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې ټاکل شوې د کډوالو د ستنولو دا پړاو به د اوړي په موسم کې پیل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په ډله ییز ډول د کډوالو شړل به په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، خبریالانو، بشري حقونو مدافعانو، معترضو ښځو، مذهبي اقلیتونو، هنرمندانو او د پخواني حکومت چارواکو لپاره چې د طالبانو له ویرې یې دغه هیواد ته کډه کړې ژوند ته ګواښونه را ولاړ کړي.

دغه سازمان ویلي: " دغه زیانمنوونکې ډلې یا د ایستلو په اندیښنو کې ژوند تیروي یا د ستنیدلو وروسته د سمدستي خطر سره د مخ کیدو په اړه په اندیښنو کې. له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل ښځې او نجونې د خورا زیات خطر سره مخ کوي، ځکه په جبري ډول ستنیدل د زده کړو، کار، بیا ځای پرځای کیدو او نورو برخو کې د حقونو په ګډون هغوی د سمدستي تاوتریخوالي د خطرونو سره هم مخ کوي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۲.۱۸ میلیون افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد لري چې ددې له ډلې ۱.۳ میلیونه یې د "پي او ار" ثبت شوي کارتونه او له ۸۸۰ زرو څخه زیات نور د موقتي اوسیدانې " اې سي سي" کارتونه لري.

د کډوالو ادارې وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د ۶۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو په شاوخوا کې نورو افغانانو هم پاکستان ته کډه کړې ده چې که څه هم یو شمیر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

ددې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د دوییم پړاو د بهیر د بندیدو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د امنیت د خوندي کیدو غوښته کړې وه.

دغه سازمان د پاکستان نوي حکومت ته په خطاب کې ویلي: " د افغان کډوالو ځپل او ځورول سمدستي بند کړئ او د کډوالو د ایستلو پریکړه نړیوالو حقوقي تعهداتو ته د پاکستان د ژمنې پر اساس د هغې له ډلې د بیرته ستنیدلو د اصل له مخې لغوه کړئ".

همداشان د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د ګواښ لاندې ټول کډوال د نه ستنولو د اصل پراساس د پاکستان د ژمنو له مخې ملاتړ وکړي او ټولې افغان میرمنې او نجونې چې د ځورولو د ګواښ سره د مخ کیدو له امله یې له افغانستان څخه کډه کوي د هغوی د جنسیت پر اساس د کډوالو د ۱۹۵۱ کنوانسیون او د ۱۹۶۷ پروتوکول له مخې د کډوال په توګه په پام کې ونیسي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې پاکستان د دغه کنوانسیون غړیتوب نلري، خو دغه سازمان له پاکستان غوښتي چې ددغه کنوانسیون غړیتوب دې ترلاسه کړي.

پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د "بې اسناده بهرنیانو" د شړلو لومړی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې د میشتو د کډوالۍ د اسنادو د نه لرونکو ۱.۴ میلیونوافغانانو له ډلې څخه ۵۲۵ زره یې افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو دوهم پړاو د پیلیدو لپاره په داسې حال کې ترتیبات نیسي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG