Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له لوري په ښځو باندې محدودیتونه لګول شریعت، دود که سیاست دی؟ 


په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو د کالیزې په درشل کې د اساسي حقونو او فردي آزادیو مسله لا هم د دغه هیواد د خلکو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو لپاره یو تود بحث دی.

طالبانو تل د افغان ښځو د هیلو او غوښتنو په ځواب کې، د ښځو د "شرعي حقونو" د پلي کولو او تامین کولو خبره کړې، خو د دې ډلې د نظام د هرې ورځې په تېرېدو سره پر ښځو د محدودیتونو چوکاټ پراخیږي.

خو د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کیدل د اسلامي احکامو له مخې نه بلکې دا کار د ګاونډي هیواد پاکستان په غوښتنې شوی.

ښاغلي کرزي د جرمني دیر شپیګل مجلې سره په مرکې کې ویلي، "د پاکستان هدف دا دی چې افغانستان یو بې دفاع، کمزوری او ناداره هیواد وي چې د هیڅ ډول ستونزې توقع ترې ونشي".

پخواني جمهور رئیس پدې مرکې کې ویلي چې د زده کړو څخه د نجونو بې برخې کول د افغانستان د منزوي کولو معنی لري او دا هیواد به ونشي کړی چې پخپلو پښو ودریږي. ښاغلي کرزي ویلي، "د لوستو میرمنو پرته مونږ مړ هیواد یو".

د ښځو د حقونو فعالان او کارپوهان د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د سخت چلند او محدودیتونو په اړه یو شان باور او نظر نه لري.

شبنم پوپلزۍ، چې اوس په ازاد ډول خبریالي کوي، له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې "ویره" یو له هغو عواملو څخه دی چې سبب شوی دا ډله پر ښځو او نجونو باندې پرمخ زیاتیدونکي بندیزونه ولګوي.

پوپلزۍ وویل: «طالبان او ټولې مذهبي افراطي ډلې د ښځو له پوهاوي او بیدارۍ څخه وېره لري او همدا شان طالبان د افغان ښځو له بیدارۍ څخه ډاریږي.» هغې زیاته کړه، که د ټولنې ښځې پوهاوی او بیدارۍ ترلاسه کړي، ښځې کولای شي د افراطي ډلو لخوا د هغوی د کورنۍ د غړو د ګمارلو په وړاندې مبارزه وکړي، له همدې امله طالبان د ښځو له زده کړو او روزنې سره مخالفت کوي.»

له بلې خوا د جندر د چارو کارپوهه خوجسته الهام په فرهنګي عنصر ټینګار کوي او د طالبانو سخت چلند او د ښځو په وړاندې مخ په زیاتېدونکي محدودیتونه د طالبانو د فرهنګي چاپېریال زیږنده ګڼي. هغه وايي: «د طالبانو د رامنځته کیدو ټاټوبی او فرهنګي چاپریال په هغو سیمو کې دی چې ښځې له پیله په کې له سمو حقونو برخمن نه وې، یوازینی هغه دنده چې د ښځو لپاره مناسبه ګڼل کېده، د نسلونو پیدا کول او د کور او ماشومانو پالنه وه چې اوس هم د طالبانو لید لوری د ښځو په اړه په دغه قبیلوي فکر پورې محدود دی.»


دغې کارپوهې زیاته کړه: «د همدې ډول فکر له مخې طالبان د ښځو پر ټولنیز حضور باور نه لري، اړین یې نه ګڼي او د ښځو شتون د انسان د ژوند د بقا د دوام پرته بل څه نه ګڼي او دغه فکر د دې لامل شوی چې دوی هره ورځ پر ښځو بندیزونه ولګوي او دوی دا عمل طبیعي ګڼي.»

د تفسیر او حدیثو د علومو استاده زینب موحد وايي: "د طالبانو ډله غواړي نړیواله ټولنه د ښځو په مسله کې له دوی سره تعامل وکړي. ځکه چې دوی [طالب مشران] د ښځو له مسلې پرته د رسمیت پیژندلو لپاره د فشار بله وسیله نه لري، طالبان په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حقونو مسله د ځان په ګټه ګڼي.»

هغې زیاته کړه چې "په ټولنه کې د ښځو په اړه بېلابېل مسایل لکه زده کړه، په بېلابېلو کچو د هغوی سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ګډون به طالبانو ته دا فرصت برابر کړي چې په لویو نړیوالو مېزونو کې خبرې وکړي او په بدل کې به ترې ښې ګټې ترلاسه کړي".

له بلې خوا د تفسیر او حدیثو د مطالعاتو د دغې استادې په وینا، کابل ته د طالبانو د راتګ په لومړیو ورځو کې د طالبانو له خوا د ښځو چارو وزارت لغوه کول او په امر باالمعروف وزارت باندې د هغه بدلول « د ښځو پر وړاندې د طالبانو ژوره کینه په ډاګه کوي، چې دا ډول چلند د کلتوري نورمونو او د دین څخه د افراطي انګیرنو څخه سرچینه اخلي."

خو د دیني مسایلو یو شمېر نور پوهان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو په اړه بل ډول نظرونه لري.

د دیني مسایلو منتقد او څیړونکی عبدالکبیر ستوده د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ولې د ښځو حقونه محدود کړي دي؟ وايي: "د ښځو د حقونو په اړه بحثونه د اسلامپالو لپاره یو له مهمو مسلو څخه دی. څرنګه چې اسلامپالان د مطلقیت فکر لري او د یو مطلقه نظام د رامنځته کولو په لټه کې دي، دا ډول غوښتنه ایجاب کوي چې پر خلکو مطلق حاکمیت ولري. ښځې چې د انساني ټولنو لویه برخه جوړوي یوه له مهمو ډلو څخه ده چې باید د طالبانو له خوا کنټرول شي.»

دغه څیړونکي او منتقد زیاته کړه: «اسلامپاله ډلې ځانونه د مسلمانانو د عزت ساتونکي ګڼي. له همدې امله ښځې په داسې ډول کنټرولوي چې دا عزت پکې خوندي وي. پدې توګه د هغوی په اند د ښځو آزادي خطر رامنځته کوي. "

ښاغلی ستوده همداشان په دې باور دی چې اسلامپالې سیاسي ډلې فکر کوي چې "کفري" هېوادونه غواړي د ښځو د حقونو او ازادۍ په عنوان کولو سره "فحشا" ته وده ورکوي او "ښځې د اسلام دین ته بدبینه کوي".

د ښځو او نجونو په اړه د اوسني وضعیت د دوام احتمالي پایلې

شبنم پوپلزۍ له امریکا غږ سره د مرکې په یوه بله برخه کې د اوسني وضعیت د دوام او د ښځو د محدودولو د پایلو په اړه وویل، د هغې په باور په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو دوام د ډېرو ټولنیزو زیانونو لامل او بنسټ جوړوي.

هغې زیاته کړه: "فکر وکړئ، څه دپاسه ۳۰۰ ورځې کیږي چې نجونې ښوونځي ته نه دي تللي! د محدودیتونو په دوام سره کورنۍ د نجونو د زده کړې او تعلیم په اړه خوشبیني له لاسه ورکوي او په پایله کې، یوه ښځه، یوه نالوستي مور پاتې کیږي، چې بې سواده انسان نه شي کولای ټولنې او کورنۍ ته په لازمه توګه ګټوره ثابت شي."

خوجسته الهام هم د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د دې بندیزونو دوام افغانستان ته نه جبرانېدونکي زیانونه رسوي. څرنګه چې د میاشتو راهیسې نجونې ښوونځيو ته نه دي تللي، ښايي دوی ته رواني ستونزې پیدا کړي او له بلې خوا د ټولنې د وروسته پاتې والي لامل ګرځي؛ ځکه چې د ښځو د حضور پرته د ټولنې انډول ګډوډیږي، او د ټولنې پرمختګ یقینا د جنسیت په برابرۍ او د نارینه او ښځو په مساوي کار او فعالیت پورې تړلی دی."

ښځه په افغانستان کې د "عزت او ناموس نښه" ده

د ښځو مسایل او د هغوی حقونه او ازادي د نړۍ د تاریخ او کلتور یوه جنجالي مسله ده او دا موضوع په افغانستان کې له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې د هېواد له برخلیک سره د پام وړ تړاو لري؛ په بل عبارت، جنسیت په ملي او نړیواله کچه د افغانستان یو له ډیرو سیاسي مسلو څخه ګڼل کیږي.

یو شمېر کارپوهان وايي، چې د افغانستان نارینه او مذهبي ټولنه ښځې د کورنۍ د «عزت او ویاړ سمبول» ګڼي. خو د څو لسیزو وسله والو جګړو او د مذهبي او کلتوري نورمونو له امله په دغه هېواد کې ښځو په پراخه کچه د اساسي او بشري حقونو څخه د سرغړونو په وجه رنځیږي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال تر پایه په ټوله ټولنه او په ځانګړې توګه پر ښځو سخت قوانین وضع کړي وو چې له امله یې ښځې او نجونې له کوره بهر کار کولو او ښوونځيو ته له تلو تقریباً بې برخې وې؛ دوی ته اجازه نه وه چې له "شرعي محرم" پرته له خپلو کورونو څخه ووځي او د چادرۍ اغوستل یو له هغو شرطونو څخه و چې د طالبانو لخوا په ښځو او نجونو لګول شوي وو.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو او په افغانستان کې د نوي ډیموکراټیک نظام له رامنځته کېدو وروسته، چې د دغه هېواد حکومت د لوېدیځ له مالي او سیاسي ملاتړ برخمن و، په اساسي قانون کې د ښځو او نارینه وو مساوي حقونه تثبیت شول، خو په عمل کې په پراخه توګه د ښځو حقونه نه مراعت کیدل.

په ټولیز ډول، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمن کیدو د یو کال په تېرېدو سره، دغې ډلې د ښځو د حقونو د سازمانونو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره، لا هم د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو او غوښتنو په اړه ډیر لږ انعطاف هم ندی څرګند کړی.

طالبانو تر اوسه په ښکاره توګه ندي ویلي چې ولې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، یواځې دومره وایي چې ډیر ژر به دا ښوونځي پرانیستل شي، خو د بیا پرانیستلو لپاره یې هیڅ نیټه نده ټاکلې.

د کارپوهانو په اند، د اوسني وضعیت دوام - د ښځو په وړاندې د محدودیتونو پلي کول او د هغوی په وړاندې سخت چلند به ټولنه او هیواد په اوږد مهال کې د نه جبرانېدونکي زیانونو سره مخ کړي، لکه د سواد د کچې ټیټوالی، د بشري پرمختیا د کاروان څخه وروسته پاتې کیدل، د جنسیت نابرابرۍ او د نارینه سالارۍ د مطلقه واکمنۍ خواته بوځي.

راپور: پرویز شمال – د امریکاغږ خبریال

اړوند

XS
SM
MD
LG