Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش نرښځیانو ته ځانګړی جومات پرانیست


نرښخیان په ډاکه کې د تازه پرانیستل شوي جومات مخې ته تصویر اخلي.
نرښخیان په ډاکه کې د تازه پرانیستل شوي جومات مخې ته تصویر اخلي.

د بنګله دیش په پایتخت ډاکه کې نرښځیانو ته په لومړي ځل یو ځانګړی جومات په داسې حال کې پرانیستل شوی چې نرښځیان عامو جوماتونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

په دغه هېواد کې نرښځیان په ورستیو کلونو کې په سیاسي او نورو برخو کې له ځینو حقونو برخمن شوي، خو په ټولنه کې لا هم د بنسټینز تبعیض سره مخامخ دي.

د ډاکې ښار په شمالي برخه کې دا جومات پر دولتي ځمکه باندې وروسته له هغه جوړ شو چې ددغه ښار نرښځیان عامو جوماتونو ته له تګ څخه منع شول.

بنګله دیش د ۲۰۱۳ کال راهیسې خپلو اتباعو ته اجازه ورکوي چې خپل ځان د دریم جنس غړي معرفي کړي.

یو شمېر بنګله دیشي نرښځیان له هغه راهیسې سیاسي ډګر ته هم راوتلي او ددې ټولنې یو غړی په ۲۰۲۱ کال کې په بنګله دیش کې ښاروال وټاکل شو.

د ډاکې ښار په شمال کې دا جومات پر دولتي ځمکه باندې جوړ شوی دی.
د ډاکې ښار په شمال کې دا جومات پر دولتي ځمکه باندې جوړ شوی دی.

د نرښځیانو د حقونو د یوې ټولنې بنسټ ایښودونکي مفتي عبدالرحمن ازاد فرانس پرس ته وویل چې د نرښځیانو دپاره دا نوی جومات په بنګله دیش کې د خپل ډول لومړنی جومات دی.

هغه زیاته کړه چې د بنګله دیش په یو بل ښار کې هم دا ډول جومات پلان شوی و خو د ځایي خلکو له اعتراض وروسته یې د جوړولو کار تېره میاشت وځنډول شو.

په ډاکه کې د "دکشین چار کالیبري مسجد" په جوړولو کې په لسګونو نرښځیانو مرسته کړې ده.

په ډاکه کې د نرښځیانو دپاره د "دکشین چار کالیبري" جومات کې د جمعې لمونځ
په ډاکه کې د نرښځیانو دپاره د "دکشین چار کالیبري" جومات کې د جمعې لمونځ

د دې جومات امام ۶۵ کلن عبدالمطلب وویل چې د نرښځیانو ځورول د ده د عقیدې خلاف کار دی. هغه فرانس پرس ته وویل: "دوی هم د نورو خلکو په څیر خدای پیدا کړي دي."

عبدالمطلب زیاته کړه: "موږ ټول انسانان یو. کېدای شي ځینې نارینه وي، ځینې ښځې وي، خو ټول انسانان دي. الله پاک قران د ټولو لپاره نازل کړی. نو هرڅوک د لمانځه حق لري او هیڅوک ورڅخه منع کیدای نشي."

د نرښځیانو دپاره یوه هدیره هم وروسته له هغه ځانګړې شوې ده چې تېر کال د ډاکې په یوې هدیرې کې د یو ځوان نرښخي د ښخولو مخنیوی وشو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG