Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان کرکټ لوبډله نړیوال جام ته د تیاري د پاره له پوځ سره تمرینات پیلوي

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبغاړي د کاکول په پوځي اډه کې په تمریناتو کې برخه اخلي. په ۲۰۱۶ کال کې د مصباح الحق په مشرۍ د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیریز دپاره انګلستان ته له تللو وړاندې په دغه اډه کې روزنه ترلاسه کړې وه.

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د تیاري په موخه ددغه هېواد د پوځ سره د دوو اوونیو د فټنیس تمرینات کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) د تیز توپ اچوونکي محمد عامر او الراونډر عماد وسیم په ګډون د هغو ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د مارچ له ۲۶ څخه د اپریل تر اتمې نیټې پورې به د ایبټ اباد په کاکول پوځي اډه کې په تمریناتو کې برخه واخلي.

عامر او وسیم دواړو له نړیوال کرکټ څخه د تقاعد کېدو پرېکړه بیرته اخیستې او د جون په میاشت کې په امریکا او کارابین کې کېدونکې شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون دپاره یې چمتوالی ښودلی دی.

ټاکل شوې چې پاکستان راتلونکې میاشت د پنځو شل اوریزو لوبو دپاره د نیوزیلنډ کوربه وي او د جون په دویمه د شل اوریز نړیوال جام د پیل کیدو دمخه به د ایرلنډ او انګلنډ سره شل اوریز سیریزونه ترسره کړي.

د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سوداګریزې سیالۍ تیره اونۍ پای ته ورسیدې.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د پاکستان د پوځ په همکارۍ تنظیم شوی روزنیز پروګرام د ملي ټیم په جوړولو باندې تمرکز کوي او موخه یې د لوبغاړو فزیکي او ذهني ځواک لوړول دي، ترڅو "دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی د راتلونکو ننګونو سره په ښه توګه مبارزه کولی شي."

د پاکستان د کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "لوبغاړي به د هراړخیز روزنیز رژیم څخه تیریږي چې موخه یې د دوی د فیټنس د کچې لوړول، ځیرکتیا ، مشرتابه ، ستراتیژیک فکر او په ډګر کې عمومي فعالیت ته وده ورکول دي."

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبغاړي د کاکول په پوځي اډه کې په تمریناتو کې برخه اخلي. په ۲۰۱۶ کال کې د مصباح الحق په مشرۍ د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیریز دپاره انګلستان ته له تللو وړاندې په دغه اډه کې روزنه ترلاسه کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG