Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

چین الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ


په چین کې د الوتونکو موټرو جوړولو ته پام په داسې حال کې زیات شوی چې حکومت ددغه هېواد "په مشخصو سیمو کې" الوتونکو موټرو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
په چین کې د الوتونکو موټرو جوړولو ته پام په داسې حال کې زیات شوی چې حکومت ددغه هېواد "په مشخصو سیمو کې" الوتونکو موټرو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د چین موټر جوړونکو شرکتونو دا اونۍ د تایلنډ په پایتخت بنکاک کې د موټرو په نړیوال نندارتون کې د نورو پرمختللو بریښنایي موټرو ترڅنګ داسې موټر هم نندارې ته ایښي دي چې الوتلی شي.

د چین ایکس پینګ شرکت د الوتکو موټرو جوړولو څانګې "ایرو اچ ټي" په دې نندارتون کې د "ویاګر ایکس-۲" موټر نندارې ته ایښی دی.

د "ویاګر ایکس-۲" جوړوونکو د مارچ په پیل کې وویل چې موټر یې د چین په جنوبي ښار ګوانګژو کې په کمه ارتفاع کې تمریناتي الوتنه ترسره کړې ده.

په چین کې د الوتونکو موټرو جوړولو ته پام په داسې حال کې زیات شوی چې حکومت ددغه هېواد "په مشخصو سیمو کې" الوتونکو موټرو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

په عین وخت کې، د چین "هیبي جیانکسین" په نوم شرکت د سلواکیا د "کلاین ویژن" شرکت څخه د هوايي موټرو د جوړولو جواز پیرلی دی.

د سلواکیا حکومت وړاندې د "کلاین ویژن" شرکت ته د خپل الوتونکي موټر د جوړولو او پرواز کولو د مسئونیت جواز ورکړی و. پر چینايي شرکت باندې ددغه جواز د پیرلو قیمت ندی څرګند شوی.

ددې جواز له پیرلو سره، چینایي شرکت ته ځانګړي حقونه ورکړل شوي چې تصدیق شوي الوتونکي موټر په چین کې تولید او وپلوري.

بل خوا، د "اوټو فلایټ" په نوم یو شرکت تېره میاشت د یو مسافر وړونکي ډرون تمریناتي پرواز ترسره کړ چې په ترڅ کې یې د چین د شینژین او ژوهای ښارونو ترمنځ د موټر د درې ساعتونو مزل په یوازې ۲۰ دقیقو کې ووهل شو.

په ۲۰۲۳ کال کې د "اي هانګ" په نوم یو شرکت ته په چین کې د الوتونکو ټکسي موټرو د فعالیت د خوندیتوب سند ورکړل شو.

چین د بریښنايي موټرو په برخه کې په نړیواله کچه مخکښ ګڼل کیږي. شنونکي باور لري چې په دغه هېواد کې د الوتونکو موټرو پرمختګ به د ترانسپورت په صنعت کې د ستر پرمختګ لامل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG