Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د بریښنايي موټرو خرڅلاو په کم‌ساري ډول زیات شوی


د چین د موټر جوړولو شرکت بي وای ډي دا وخت په هند کې د بريښنايي موټرو په خرڅلاو کې وړاندې دی خو هند پتېیلې ده چې راتلونکو پنځو کلونو کې د هند د ټاټا شرکت دغه ځای ونیسي.
د چین د موټر جوړولو شرکت بي وای ډي دا وخت په هند کې د بريښنايي موټرو په خرڅلاو کې وړاندې دی خو هند پتېیلې ده چې راتلونکو پنځو کلونو کې د هند د ټاټا شرکت دغه ځای ونیسي.

په هند کې په ۲۰۲۳ کې د بریښنايي موټرو د بازار د دوه چنده پراخېدو وروسته تمه کیږي چې روان کال ددې موټرو خرڅلاو ۶۶ سلنه زیات شي.

د "کاونټرپواینټ" په نوم تحقیقاتي موسسې ویلي چې په هند کې د سرکونو جوړولو ته د حکومت د توجه له زیاتېدو سره د بریښنايي موټرو خرڅلاو غوړېدلی دی.

په هند کې د بریښنايي موټرو بازار په داسې حال کې پراخ شوی چې د متحده ایالاتو او چین په ګډون په ځینو هېوادونو کې ددغو موټرو خرڅلاو کم شوی دی.

د کاونټرپواینټ په راپور کې وړاندوینه شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هند د شخصي استعمال نږدې درېیمه برخه موټر بریښنايي شي.

د هند پایتخت نوي ډیلي کې "اینډیا ګېټ" ته څېرمه یو بریښنايي موټر
د هند پایتخت نوي ډیلي کې "اینډیا ګېټ" ته څېرمه یو بریښنايي موټر

د هند د موټر جوړولو شرکت ټاټا بریښنايي ماډلونه دا وخت په هند کې د ټولو موټرو د خرڅلاو یوازې دوه سلنه جوړوي خو حکومت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ پورې دغه شمېره ۳۰ سلنې ته لوړه کړي.

د هند حکومت تېره میاشت د بریښنايي موټرو پر وارداتو مالیه کمه کړه.

پر بهرنیو موټر جوړونکو شرکتونو باندې په دې شرط مالیه کمه شوې چې دوی به په هند کې لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي او خپل بریښنايي موټر به تر راتلونکو دریو کلونو پورې په هند کې تولیدوي. دا اقدام د ټیسلا په څېر د بریښنايي موټر جوړولو د سترو شرکتونو په ګټه بلل شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، ټیسلا شرکت په جرمني کې د ښي لاس بریښنايي موټرو په جوړولو پیل کړی چې ددې کال په پای کې به یې هند ته صادرول پیل کړي.

د ویتنام د "وین فاسټ" په نوم د موټر جوړولو شرکت هم پلان لري چې په هند کې دوه میلیارد ډالر پانګونه وکړي. دغه شرکت د فبروري په میاشت کې د تامل ناډو په ایالت کې د یوې فابریکې په جوړولو کار پیل کړ.

د ټاټا بریښنايي موټرو تیر کال په هند کې د ټولو بریښنايي موټرو دوه پر درېیمه برخه جوړوله. د کاونټرپوانیټ د راپور له مخې، په هند کې د برقي موټرو په خرڅلاو کې اوس له ټاټا څخه د دغه هېواد د "مهیندرا اینډ مهیندرا" او د چین "بي وای ډي" شرکتونه وړاندې شوي دي.

د "مهیندرا اینډ مهیندرا" شرکت وویل چې تېر کال یې د بریښنايي موټرو د یو ماډل په خرڅلاو کې ۲۵۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د چین بي وای ډي شرکت هم تېر کال په هند کې د خپلو دوو بریښنايي ماډلونو د موټرو په خرڅلاو کې د ۱۵۰۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG