Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

داعش–خراسان د مسکو برید کوونکي ستایلي او په طالبانو یې انتقادونه کړي


د روسیې چارواکو ویلي چې څلور واړه بریدګر د تاجکستان اتباع دي او دا ادعا یې هم کړې چې اوکراین ته د تښتیدو کوښښ یې کاوه.
د روسیې چارواکو ویلي چې څلور واړه بریدګر د تاجکستان اتباع دي او دا ادعا یې هم کړې چې اوکراین ته د تښتیدو کوښښ یې کاوه.

د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې دوشنبه مارچ ۲۵ ( کب شپږمه) په یوې اعلامیې کې په مسکو کې د موسیقۍ تالار باندې برید ستایلی او په طالبانو یې انتقاد کړی چې د متحده ایالاتو، روسیې، چین او نورو هیوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي.

اعلامیه ۳۰ پاڼې ده، په پښتو لیکل شوې او په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې.

داعش – خراسان څانګې په دې اعلامیې کې په مسکو کې د موسیقۍ په تالار د برید کولو ادعا نه ده کړې خو په طالبانو یې ملنډې وهلې دي.

په اعلامیې کې چې د "مسکو برید وروسته د ملیشو غم او ډار" عنوان ورکړل شوی ، په ظاهري توګه په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته یې د ملیشو ټکی کارولی. طالبان پکې د امریکا، چین، روسیې، پاکستان او تاجیکستان متحدین بلل شویدي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په مسکو کې د موسیقۍ په تالار برید غندلی، ترهګریز برید او د بشري اصولو څخه سرغړاونه یې بللی.

د داعش – خراسان څانګې په اعلامیې کې په طالبانو تور لګول شوی چې د "کافرو" هیوادونو ارزښتونه خپلوي.

په اعلامیې کې راغلي: "طالب ملیشې اوس د کافرو هیوادونو برخه شوي. نو طبیعي ده چې د هغوي سره به خواخوږي ښیي او غمشریکي به ورسره کوي."

په اعلامیې کې انځورونه هم خپاره شوي او ادعا شوې چې د هغو بریدګرو دي چې د همدې تیرې جمعې په ورځ یې د مسکو یوې څنډې کې کانسرت باندې برید وکړ، تر ۱۳۰ یې ډیر ووژل او نږدې ۲۰۰ نور یې ټپي کړل.

د داعش خراسان څانګې همدارنګه د طالبانو د مشرانو او وزیرانو انځورونه خپاره کړي چې د متحده ایالاتو، چین، ایران او پاکستان چارواکو سره یو ځای ولاړ دي.

په اعلامیې کې همدارنګه په سوریې کې د داعش په اهدافو د روسیې د بریدونو یادونه شوې او په طالبانو انتقاد شوی چې د مسکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

په اعلامیې کې پوښتل شوي: " آیا روسیه دا حق لري چې مسلمانان له منځه یوسي، په جوماتونو، مدرسو، کورونو او ښارګوټو ړنده بمبارۍ وکړي؟"

طالبانو تر اوسه د داعش دې اعلامیې ته غبرګون ندی ښودلی.

د داعش – خراسان څانګه په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې چې غړي د پاکستاني طالبانو څخه بیل شوي وسله وال بلل کېږي. ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې ویلي وو چې دا ډله ښایي د ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې جګړه ماران او د کورنیو غړي ولري.

د افغانستان په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازي توماس ویسټ تیر کال ویلي وو چې په دغه هېواد کې د امریکا تر ټولو لویه اندېښنه د داعش د خراسان څانګې شتون او فعالیت دی.

ویسټ ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا عمده هدف دا دی چې دا هیواد یو ځل بیا د هغو ډلو د پټیدو په خوندي ځای بدل نه شي چې په متحده ایالاتو او متحدینو یې د برید کولو هوډ لري.

خو د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د تیر کال راپدیخوا د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه.

ویسټ وویل چې د طالبانو د "سختې مبارزې" له کبله چې همدا اوس هم روانه ده، د داعش-خراسان څانګې وړتیا د پام وړ توګه کمزورې شوې خو تر څنګ یې وویل چې متحده ایالات د دې ډلې د شتون په هکله ځکه اندیښنه لري چې د افغانستان څخه د باندې بریدونو هیله لري.

ځانګړي استازي د داعش-خراسان پر ضد د طالبانو دا مبارزه د افغان ولس لپاره هم "مثبته" یاده کړه ځکه چې د هغه په وینا د همدې مبارزې له کبله په افغانستان کې په ځانګړې توګه په شعیه ګانو او هزاره ګانو هغه شان بریدونه ندي لیدل شوي چې د اپریل په میاشت کې شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG