Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته امر وکړ چې غزې ته د مرستو لارې پرانیزي


په غزه کې له هوا څخه بشري مرستې غورځول کیږي.
په غزه کې له هوا څخه بشري مرستې غورځول کیږي.

په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته امر کړی چې غزې ته نورې ځمکنۍ لارې پرانیزي ترڅو د لوږې سره مخامخ فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسیږي.

محکمې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۹) اسرائیل ته امر وکړ چې "بې له ځنډه" ټول اړین اقدامات وکړي ترڅو د خوراکي توکو، اوبو، تیلو او طبي لوازمو په ګډون "د اړتیا وړ لومړني خدمتونه او بشري مرستې" جګړه ځپلو فلسطینیانو ته ورسیږي.

محکمې همدا راز حکم کړی چې اسرائیل سمدستي ډاډ ترلاسه کړي چې "د دوی اردو د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون خلاف په غزه کې د فلسطینیانو د حقونو څخه سرغړونه نه کوي او د بیړنیو بشري مرستو د رسولو مخه نه نیسي."

محکمې له اسرائیل غوښتي چې په یوه میاشت کې دننه د محکمې ددې حکم د تطبیق دپاره د خپلو اقداماتو راپور ورکړي.

اسرائیل په سمدستي توګه د دې حکم په اړه څه نه دي ویلي، خو د حماس د وسله والو په وړاندې د خپلې نږدې شپږ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې یې د نسل وژنې تورونه په کلکه رد کړي او د ملګرو ملتونو له محکمې څخه یې غوښتي چې نوي حکمونه صادر نه کړي.

دا حکم د جنوبي افریقا لخوا دې محکمې ته د وړاندې شوې قضیې له مخې شوی چې پکې اسرائیل په غزه کې په نسل وژنې تورن شوی دی.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته پیل شوه چې پکې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل ونیول شول.

په غزه کې د اسرائیل په ځوابي پوځي عملیاتو کې تر ۳۲ زرو زیات زیاتره ملکي فلسطینیان وژل شوي. اسرائیلي پوځ وايي، په دې ترڅ کې د حماس څو زره وسله وال هم وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ د غزې په ښار کې د شفا روغتون ته نږدې او همدارنګه د غزې په جنوب خان یونس کې د جګړې خبر ورکړ.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د تیرې ورځې راهیسې ۶۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې خپل د پوځي ستراتیژۍ جوړوونکي واشنګټن ته واستوي ترڅو د غزې پر جنوبي ښار رفح کې د حماس پر اورپکو د ځمکني برید د پلان په اړه خبرې وکړي.

د دوشنبې په ورځ، اسرائیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک د ویټو کولو څخه د امریکا د انکار په اعتراض کې دا سفر لغوه کړی و چې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

متحده ایالاتو، چې د اسرائیل تر ټولو کلک متحد ګڼل کیږي، دا اونۍ په ملګرو ملتونو کې، په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنې پرېکړه لیک ته د رایې ورکولو څخه ډډه وکړه خو له دې وړاندې یې دا ډول پرېکړه لیکونه ویټو کړي وو. دې کار د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په قهر کړی او د جګړې په اړه د امریکا او اسرائیل ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي ناخوښۍ لامل شوی دی.

که څه هم نتنیاهو امریکا ته د خپلې پوځي ستراتیژۍ د جوړوونکو سفر لغوه کړی خو د دفاع وزیر یوف ګالنټ دا اونۍ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید استین او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره د خبرو لپاره په واشنګټن کې و.

نتنیاهو د غزې په تړانګه کې د حماس د کنترول د له منځه وړلو لپاره پر رفح برید اړین بللی دی. خو امریکا پر دغه ښارګوټي باندې چې له یو میلیون زیاتو بې ځایه شويو فلسطینیانو پکې په موقتو کمپونو کې پناه اخیستې، له یرغل سره مخالفت ښودلی دی.

اسرائیلو ویلي دي چې په رفح کې د حماس پر څلورو کنډکونو د برید نه مخکې به فلسطینیان یو بل خوندي ځای ته انتقال کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی به چیرته ولېږدوي.

نتنیاهو ویلي چې د امنیت شورا د سمدستي اوربند پرېکړه لیک "حماس هڅولی چې سخت دریځ غوره کړي او باور ولري چې نړیوال فشار به اسرائیل د خپلو جنګي اهدافو له ترلاسه کولو څخه منع کړي." اسرائیل ژمنه کړې چې تر هغه به جګړه روانه ساتي چې د حماس پوځ له منځه نه وي وړل شوی او د حماس په قید کې پاتې شاوخوا ۱۰۰ یرغمل کسان خوشې شوې نه وي.

سپینې ماڼۍ په غزه کې د جګړې په اړه د اسرائیلي چارواکو سره د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG