Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې موافقې شوي


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د هیتونو غونډه
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د هیتونو غونډه

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د یو پلاوي او د پاکستان سوداګرۍ د وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د یو پلاوي ترمنځ کابل کې د خبرو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې موافقې شوي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د جمعې په ورځ مارچ ۲۹( وري ۱۰) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې په دغو دوو ورځنیو خبرو کې دواړو خواو د سوداګرۍ او سیاست ترمنځ په جلا کیدو او د خنډ پرته په سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو باندې ټینګار کړی دی.

د ښاغلي جواد په وینا، تر دوو میاشتو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د تړون " اپټا" په تړاو د دواړو خواو ترمنځ د خبرو په بشپړیدو، ترراتلوونکو شپږو میاشتو د کراچۍ په بندر کې د نړیوالوسوداګریزو کانټینرونو څخه سیمه ییزو کانټینرونو ته سوداګریزو توکو د انتقال لپاره د اسانتیاو رامنځ ته کیدل د دواړو خواو ترمنځ په شویو موافقو کې شامل دي.

ښاغلي جواد وویل: " د ترجیحي سوداګرۍ په اړه موافقه وشوه چې ۱۰ قلمه صادراتي توکو ته د هغې له ډلې ۸ قلمه کرهڼیز محصولات او دوه قلمه صنعتي تعرفوي ترجیحاتو ته د دواړو خواو له لورې ورکول کیږي. د لاریو د موقتي داخلیدو او حرکت د سند په اړه د یو کال لپاره په ازمایښتي ډول د دواړو هیوادونو ترمنځ موافقه وشوه چې د ۲۰۲۴ کال د مۍ د میاشتې له لومړۍ ورځې به یې تطبیق پیل شي."

د جنس په جنس د سوداګرۍ څخه انصراف، د دواړو هیوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو رامنځ ته کول او پراختیا، د افغانستان په دننه کې د صادراتي مالوچو ضد عفوني کول د طالبانو د حکومت او د پاکستان د حکومت د پلاو ترمنځ په شویو موافقو کې هم شامل دي.

همداشان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند ویلي چې د دواړو خواو ترمنځ د هوايي ډګرونو له لارې (Multi-Model Air Transit) د سوداګریزو توکو د ترانزیټ په اړه هم موافقه شوې ده او ټاکل شوې چې دا کار تر راتلوونکو دوو میاشتو پیل شي.

ښاغلي جواد وویل: " د افغانستان د ترانزیټي توکو په تړاو د پاکستان وروستیو اقداماتو په اړه موافقه وشوه چې د بانک د ضمانت لازمي کیدل تر دوو اونیو پورې لغوه شي او د پخوا په څیر د توکو په بیمه باندې اکتفا وشي او همدارنګه د پاکستان اړخ ژمنه وکړه چې د نورو خنډونو د لیرې کولو لپاره د افغانستان سره په مشوره به لازم اقدامات ترسره کړي."

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د سوداګرۍ او اړوندو مسلو په سر د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی وو.

پاکستان د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې د "اېس ار او" په نوم کړنلارې تصویب کړې چې پر یوشمېر ټرانزیتي توکو به افغان سوداګر، د پاکستان حکومت ته ۱۰ سلنه مالیه ورکوي او د کراچۍ بندر ته د افغان سوداګرو پر راوړنکو توکو به ۱۰۰ فیصده بانکي ضمانت ورکوي. ددغو کړنلارو د پلي کیدو وروسته د کراچۍ په بندر کې د څو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو په لسګونو کانټینرونه بند پاتې دي.

افغان او پاکستاني سوداګر وايي چې ددغو اقداماتو وروسته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته د ترانزیټي مالونو لیږد کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

افغانستان او پاکستان ترمنځ د "اپټا" تړون چې له مخې د دواړو هیوادونو ترمنځ سودګریز او ترانزیټي مالونو انتقالیږي، په ۲۰۱۰ کال کې لاس لیک شوي دی، خو ددغه تړون اجرایي موده د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې پوره شوې او تراوسه د دواړو خواو ترمنځ دا تړون نوی شوی نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG