Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د جنګي جرایمو ادعا؛ یو بریتانوی وزیر د زندان له سزا سره مخ دی


د بریتانیا د متقاعدینود چارو وزیر جاني مرسر
د بریتانیا د متقاعدینود چارو وزیر جاني مرسر

د بریتانیا حکومت د متقاعدینو وزیر، چې په افغانستان کې د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو له لوري د جنګي جنایاتو د اعاو په تحقیقاتو کې د سرچېنو د افشا کولو څخه ډډه کړې، د زندان له سزا سره مخامخ دی.

وزیر جاني مرسر ویلي دي چې «بېلا بېلو افسرانو» ورته د افغانستان په جګړې کې د قتلونو د ادعاو او بیا د پټولو په اړه خبرې کړې‌ دي.

نوموړي عامه تحقیق کوونکو ته ددغو کسانو د هویت له څرګندولو څخه ډډه کړې، پلټونکي غواړي پوه شي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان په جګړې کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کالونو ترمنځ هغه کسان، چې هېڅ ګواښ یې پېښ کړی نه و، وژلي که نه.

د افغانستان په اړه مستقل تحقیق د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې له ۴۲ کلن جاني مرسر څخه یې غوښتي چې بله اوونۍ دې د دغو کسانو نومونه وروسپاري که نه د بند له سزا سره دې مخامخ شي.

خپور شوی حکم دغه وزیر اړ باسي، چې د اپریل په پنځمه نېټه د بریتانیا په وخت د مازدیګر تر ۴:۰۰ پورې دې د دغو کسانو نومونه وسپاري. په اعلامیې کې ویل شوي چې له معقول عذر پرته د دغو نومونه نه سپارل «یو جنايي عمل دی چې سزا یې زندان او یا جریمه» ده.

د تحقیقاتو مشر چارلز هادون کیو دا حکم او سند لاسلیک کړی دی، سند وايي چې د لندن عالي محکمه کولای شي د محکمې بهیر ته د سپکاوي له کبله د حکم تطبیق جبري کړي چې ښايي «سزا یې زندان» وي.

په دغه حکم کې ویل شوي چې دا نومونه «به پټ پاتې» کېږي، او د مرسر له خوښې پرته به هغو کسانو ته چې د حقوقي تحقیق د ډلې غړي‌ نه دي، ونه ښودل شي.

که مرسر دا حکم نامعقول بولي‌ او یا یې پر ځای کولای نه شي، د اپریل تر درېیمې نېټې پورې وخت لري چې په دې اړه د بیا کتنې غوښتنه وکړي. نوموړي تېره میاشت د تحقیقاتو د یو وکیل سره د خبرو اترو او شهادت ورکولو په مهال څو ځلې د نومونو له افشا کولو څخه ډډه وکړه.

مرسر همدغه راز د ځانګړو ځواکونو د یو لوړ پوړي غړي نوم هم وانخیست او ویې ویل هغه ته ویل شوي وو چې په عملیاتو کې یوه نیول شوې وسله له ځان سره ولېږدوي چې بیا د غیر وسله وال سړي تر څنګ کېښودل شي.

مرسر وویل: «یوازینی شی چې تاسو ورته ژمن پاتې کېدای شی، ستاسو رښتینولي ده، او زه به له دغو افرادو سره دا کار وکړم.»

د تحقیقاتو مشر هادون کیو دغه وزیرتورن کړ چې د پلټنو مخه نیسي او ویې ویل چې «هغه د صداقت په اړه ناسم درک او د ژمنتیا نامناسب احساس» لري.

مرسر د بریتانیا د ځواکونو پخوانی افسر هم دی چې درې دورې یې په افغانستان کې خدمت کړی. د بریتانیا د صدراعظم رېشي سوناک دفتر د مرسر د قضیې په اړه مستقیما څه نه دي ویلي خو دا خبره یې کړې ده چې خلک باید د عامه تحقیقاتو سره مرسته وکړي.

یو شمېر افغان کورنیو د بریتانیا ځانګړي ځواکونه د ولسي خلکو په وژلو تورن کړي او د دغه هېواد د دفاع وزارت او لوړ پوړي افسران په دې اړه د «کافي تحقیقاتو د مخنیوي» هڅه کړې.

بي بي سي په ۲۰۲۲ کال کې په یو راپور کې وویل چې د بریتانیا د ځانکړو ځواکونو یو غړي،‌ چې د شپږ میاشتې ماموریت لپاره افغانستان ته تللی و، په مشکوکو شرایطو کې ۵۴ تنه وژلي چې نیول شوي کسان او ماشومان هم په کې وو.

د بریتانیا شاهي پوځي‌ پولیسو په دې اړه دوې پلټنې کړې دي، دغه پولیس په پوځي پرسونل باندې نظر ساتي. په ۲۰۱۴ کال کې په دې اړه په شویو تحقیقاتو کې په چا باندې تور ونه لګول شو. درې سرتېري د خدماتو د څارنوالۍ څانګې ته معرفي شول، خو هېڅ یو یې هم عدلي‌ تعقیب نه شو.

بریتانیا د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل چې په هلمند کې دېره وو او بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له دغه هېواد څخه ووتل.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس له راپور څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG