Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کمپیوټري چیپونو جوړولو صنعت کې له چین سره پر سیالۍ ۲۸۰ میلیارد ډالر لګوي


د امریکا د سنا مجلس پرون چهارشنبه ۲۷ جولای (زمری ۵) د ۲۸۰ میلیارد ډالرو بودیجه منظور کړه چې په امریکا کې د کمپیوټري چيپونو د جوړولو د صنعت پر تقويه کولو به ولګول شي.

ددې کار موخه د چيپونو جوړولو په ډګر کې د چین په ګډون له نورو هیوادونو سره سیالي کول دي.

په امریکا کې د کمپیوټري چیپونو د جوړولو دا لایحه له یو نیم کال هلو ځلو وروسته ۶۴ د ۳۳ په مقابله کې په رایو منظور شوه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د چین له جمهور رئیس شي جین پینګ سره د تایوان او د اوکراین جګړې سربېره پر اقتصادي او دوه اړخېزو اړیکو خبرې وکړي.

د سنا د مجلس دیموکرات مشر چک شومر د چیپونو جوړولو د ملاتړ لایحې د منظورېدلو په اړه وویل: "نن د امریکا د خلکو او د امریکا د راتلونکې لپاره ډېره ښه ورځ ده. زه پوخ باور لرم چې دا لایحه کله په قانون بدله شي، دا به په امریکا کې د موندنې، نوښت، او هیله مندۍ احساس، چې امریکا یې تر نورې نړۍ وړاندې کړې ده، له سره راویښ کړي".

د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پیلوسي تېره اونۍ، د امریکا په لویدیځ کې یوې صنعتي سیمي ته د خپل سفر پرمهال وویل چې دا نوښت به پر چین د امریکا تکیه راکمه کړي.

مېرمن پیلوسي وویل: "له دې وروسته به هیڅکله امریکا د داسې څه چې دلته په امریکا کې جوړېږي لپاره، پر نورو هیوادونو تکیه ونکړي. او موږ به دلته یو ځل بیا کاري فرصتونه زیات کړو".

ددي قانوني لایحي له مخي به د امریکا د کمپیوټري چیپ جوړونکو شرکتونو سره ۵۲ میلیارد ډالره مرسته وشي.

امریکا په دې صنعت کې له چین سره د سیالۍ په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو ژمنه کړې وه. خو د دې لایحې ملاتړي وايي چې دا یو ښه پیل دی.

ډیموکراټ سناتور مارک وارنر وايي ددغې لایحې منظورېدل نړۍ ته پیغام ورکوي چې امریکا د ټکنالوژۍ په ډګر کې له نړۍ سره د سیالۍ دپاره پانګې اچونې ته ژمنه ده او چا ته ددې اجازه نه ورکوي چې له خپلو صادراتو څخه د امریکا او متحدیدونو په خلاف د وسلې په توګه کار واخلي.

ښاغلي وارنر وویل: "چین په وروستیو څو کلونو کې د خپل داخلي تولیداتو په برخه کې د پانګه اچوني پراخولو ته دوام ورکړی دی. مخصوصا په هغو برخو کې چې د اوږد مهاله ستراتیژیک نفوذ د زیاتېدو سبب کیږي".

ډیری امریکایان د هېواد کمزوري اقتصاد او پراخېدونکي انفلاسیون ته اندېښمن دي، ځینې محافظه کارو امریکایانو د منظور شویو پیسو د اندازې پر زیاتوالي باندې انتقاد کړی دی، چې له آمله يې په راتلونکو لسو کلونو کې کیدای شي د امریکا د بودیجې کسر ۷۹ میلیارد ډالره زیات شي.

سناتور برني سېنډرز چې معمولا د ډیموکراتانو په حق کې رایه ورکوي، وايي چې دغه لایحه یوازې شتمنو شرکتونو ته ګټه رسوي.

هغه وايي: "اصلي ستونزه دا ده چې دا صنعت په امریکا کې تړل کیږي او بهر ته ځي. دا لایحه په دې معنی ده چې موږ هغوی ته وایو: د هغه زیان له آمله چې تاسو پېښ کړی، موږ تاسو ته د بانک چېک درکوو".

دا په داسې حال کې چې د چین سره د امریکا ستراتيژیکې سیالۍ ته اندېښمنو ۱۷ جمهوري غوښتونکو سناتورانو هم ددغې لایحې په حق کې رایه ورکړې ده.

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور میچ مکانل وايي: "دا د امریکا د ملي امنیت مسئله ده، باید ځان ډاډه کړو چې ددغه ډول اړینو توکه کافي مقدار په کور دننه لرو. زه وایم کاشکې ارزان وای، خو ارزان ندي".

اټکل دا دی چې د امریکا ولسي جرګه به په چټکۍ سره د ګرمۍ تر رخصتۍ وړاندې، دا قانوني لایحه منظور کړي او د جمهور رئیس بایډن د توشیح لپاره به يې نوموړي ته ولېږي.

XS
SM
MD
LG