TV
د افغانستان د انرژۍ او اوبو پخوانی وزیر علي احمد عثماني په کاکتوس+ کې
د تیر نظام د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر علي احمد د کاکتوس+ ددې اونۍ په خپرونه کې، په افغانستان کې د برېښنا او د اوبو د بندونو پر ستونزو او ننګونو خبرې کړي دي. کاکتوس+ هره جمعه دافغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
د بشري وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته غبرګونونه – ۳۰ دقیقې
د دېرش دقیقو په خپرونه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په اړه خبر او له میلمه سره بحث کتلای شئ. پر دې سربېره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي د افغانستان مسلې پاکستان ته له هند سره د دریو جګړو په نسبت ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولی، بحث کتلای شئ.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د داعش ډلې څخه د افغانستان د دریو ګاونډیو هیوادونو د ملاتړ په اړه ادعا – سپینې خبرې
د امریکا غږ اشنا راډیو د سپینې خبرې په خپرونه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تازه څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي د افغانستان درې ګاونډي هیوادونه د داعش ډلې څخه ملاتړ کوي، بحث کتلای او اوریدلی شئ.
نن او وضعیت
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ګلبدین نایب د هند د کرکټ په لوی تجارتي لیګ (ای پي ال) کې د ډهلي کاپیټلز له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی. د نن او وضعیت په دې پروګرام کې په ای پي ال کې د افغان لوبغاړو په لوبو، د نړیوال جام په تیاریو او په مجموع کې په کرکټ بحث کوو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د ادبیاتو نړۍ
د ادبي ژانرونو معرفي، تاریخ، تیورۍ او کره کتنه؛ د ادبیاتو په هکله ستاسې پوښتنې او د کوربه ځوابونه، دغه راز، شعرونه او دکلمې، د نومیالي شاعر او ادیب عبدالباري جهاني په کوربه توب، "د ادبیاتو نړۍ" په خپرونه کې.