د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یو شمیر کارپوهانو د طالبانو له زندان څخه د بشري حقونو د یو افغان فعال احمد فهیم عظیمي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ددغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي اوافغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او کابل کې ددغه هیواد د سفیر حسن کاظمي قمي ترمنځ د کتنې خبر ورکړی او ویلي دي چې دغه ایراني چارواکي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د اوبو په رسیدلو خوښې ښودلې ده.
د پروجیا د ژورنالیزم په نړیوال فیستیوال کې، چې په ایټالیا کې و، د ښځینه خبریالانو د انلاین یا مجازی ځورونې پر موضوع خبرې وشوې. ددې غونډې د موندنو له مخې، په مجازي نړۍ کې د ښځینه خبریالانو ځورول مخ په ډېرېدو دي.
د داعش ډله ادعا کوي چې د کابل د تېرې د ورځې، چې د طالب مقاماتو په وینا یو تن په کې وژل شوی او درې نور ژوبل دي، د هغوی کار و.
د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ملاتړ کميته وايي چې پخواني امنیتي منسوبین چې اوس مهال ایران او پاکستان ته کډه شوي په دغو هیوادونو کې د جبري ایستلو د خطر سره مخ دي، دغې کمیټې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د هغوی د جبري ایستلو د اقداماتو مخه دې ونیسي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي اول) وویل چې په افغانستان کې په تیرو څلورو ورځو کې پرله پسې بارانونو ۲۹ تنه مړه کړي دي.
ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ګڼو بحرانونو ته په پاملرنې دا کال ددغه هیواد د خلکو لپاره د ننګونو او هم د انعطاف منلو اوعزم کال وو.
افغانستان چې د روغتیايي اسانتیاوو د کمي له کبله یې له تېرو څو لسیزو راهیسې په لوی شمېر کې ناروغان ایران، هند او پاکستان ته د درملنې لپاره درومي، چې دوی ته په ډېره لویه بیه پرېوزي، ځکه چې شخصي روغتونونونو کې درملنه، مسافرخانې، رېستورانونه او د ټېکسي کرایې ډېرې ګراني دي.
د ماشومانو د ساتنې کمیټې (Save the Children) له خوا د یوې شوې سروې موندنې ښيي چې په تیرو څه باندې اوو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته نږدې ۲۵۰ زره افغان ماشومان تش لاسونه ستانه شوي چې په بیړني ډول د خوړو او سرپناه په ګډون زده کړو ته لاس رسي ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د انکشاف پروګرام (UNDP) په " افغانستان کې متشبثو ښځو ته غوږ نیول، مبارزه او مقاومت" تر نامه لاندې په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې متشبثې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې د اضافي مصرف په ګډون د ګڼو ننګونو او خنډونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام (UNMAS) وايي چې هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي دغه هیواد ته د ستنیدلو او بیا میشتیدو پر مهال د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ریښتیني ګواښ سره مخ دي.
په پاکستان کې میشت هغه زرګونه افغان کډوال چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا-میشتولو پروګرام برخه دي، وايي، دا دی دوه نیمه کاله کېږي چې د تلو په تمه دي خو اوس دې ځای ته راغلي چې د خوړو پیسې هم نه لري.
نور پورته کول