په کندز کې ځینو کروندګرو چې په شنو خونو کې د بادرنګو کرکېله کړې ده وايي، په شنو خونو کې د بادرنګو کرل د کوکنارو په پرتله څو چنده ډېره ګټه کوي. دغه کروندګر وايي، که په شنو خونو کې یې کښت نباتي مرض ونه وهي، له شنې خونې تر نهه میاشتو پورې حاصل اخیستلی شي.
په کندز ولایت کې له تېرو څو کالو راپدېخوا په ګل خانو کې د الووېرا کښت مخ په زیاتیدو دی او کروندګر وايي که څه هم تر اوسه پورې په دغه ولایت کې خلک د الووېرا سره بلدتیا نه لري، خو دغه بوټې د کوکنارو ښه بدیل کېدلای شي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته، په کندز ولایت کې ډېری کروندګر وايي چې په یواځې سر د کوکنارو د بدیلو کښتونو د کرلو وس او توان نه لري. دوی وايي چې له کروندګر سره دې د کوکنارو د بدیلو کښتونو مرسته وشي، ترڅو بیا ځلې د کوکنارو کرلو ته مخه ونه کړي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمېر کروندګر وايي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ او د سړوخونو د نشتون له امله، له ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، کله چې فصلونه یې را ورسیږي، بیا مارکیټونونه کې بیې را ولویږي، چې له همدې امله، ډیرې وختونه خپل کړي لګښتونه هم نشي پوره کولای.
په کندز کې سږکال د 'پالونیا' ونو کرل چې د شنو زرو (طلای سبز) په هم نوم پیژندل کیږي او لرګي یې په بېلابېلو صنایعو کې کارول کیږي، ډېر شوی دی.
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې له نورو هېوادونو داسې تخمونه افغانستان ته راوړل کیږي، چې اکثره کروندګر یې نه یوازې له کیفیت څخه بې خبره وي، بلکې حاصل یې هم هغسې نه وي، څنګه چې دوی ورڅخه تمه لري.
په کندز کې یو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال ددوی کښتونه ښه دي، خو که سړې خونې جوړې نشي، نو حاصلات به یې لکه د پخوا په څېر په ارزانه بیه وپلورل شي.
په لغمان کې یو شمېر کروندګر وايي، همدا چې فصلونه یې ګل ته ورسیږي نو نباتي مرضونه پرې ولګیږي او ددې کار عمده لامل دی چې ددغه ډول مرضونو لپاره درمل نه لري. دوی وايي، تخمونه بې کیفیته او د نباتي امراضو په مقابل کې بازاري درمل يې د فصلونو لپاره ښه پایله نه ورکوي.
د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د نیالګیو د بزغلیو ځېنې فارم لرونکي وايي، چې د اوبو د نشتوالي له امله یې ګڼ فارمونه له منځه تللي دي او سږ کال د دوی د کاروبار حالات ښه نه دي.
په کندهار کې یو شمېر بڼوال د اوبو له کموالي څخه شکایت کوي او وایي چې د اوبو د کمښت له امله یې بڼونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
په لغمان کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر وايي، اوس چې کوکنار نه کرل کېږي او د طالبانو حکومت پرې په یو اړخیز ډول بندیز لګولی نو په مقابل کې کروندګرو ته باید کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.
د زراعتي اوبو له کموالي سره پر یوه وخت په کندهار کې د اوبو لګولو د نویو سیستمونو له لارې ځمکه وال اوس د دې هڅه کوي چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وکړي او د دوي په ویناء ددغه ولایت په ګرمو او ریګي سیمو کې د اوبو لګولو په نویو سیستمونو یې د پخوا په پرتله زیات حاصلات هم تر لاسه کړي دي.
نور پورته کول