Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په غزني کې دوه تنه د قتل په جلا پېښو کې د لاس لرلو په تور ښکاره په دار کړي


په افغانستان کې د واکمنو سخت دریځه طالبانو د حکومت چارواکو هغه دوه تنه د خلکو په وړاندې په دار یا زېندۍ کړي دي چې د دوی په وینا د قتل تور پرې لګېدلی وو.

دغو دوو کسانو ته د مرګ د سزا په وخت د طالبانو یو شمېر قاضیان، حکومتي چارواکي او عام خلک د لیدو لپاره ورغلي وو، خو چاته د عکسونو اخیستو او ویډیوګانو جوړولو اجازه نه وه.

د طالبانو دې تازه اقدام ته لا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې د بشري حقونو نړیوالو ادارو او ملګرو خلکو ته داسې د ښکاره سزاګانو غندنه کړې، دا یې د بشري حقونو سرغړونه بللې او د بندېدو غوښتنه یې کړې خو طالبان وایي حکومت یې له "اسلامي شریعت" سره سم قوانین عملي کوي.

د طالبانو د حکومت سپریم کورټ په یوه بیان کې ویلي، د دې عدالت د پرېکړې او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له منظورۍ وروسته یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د غزني د علي لالا کلي په فوټبال سټېډیم کې دوه تنه په دار کړي دي.

سپریم کورټ پر ایکس [مخکیني ټویټر] باندې په خپل بیان کې ویلي چې دغو دوو کسانو په دوو جلا پېښو کې دوه تنه په چاقوګانو وژلي وو.

د بیان له مخې د میدان وردګ اوسېدونکي سید جمال د امیرمحمد په نوم ددغه ولایت یو تن په چاقو وژلی وو او د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي ګل خان د محمد قسیم په نوم د خپلې سیمې یو تن په چاقو وژلی وو.

د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې دغه دواړه تورن کسان په کلاشینکوف په ډزو وویشتل شول او و وژل شول.

د طالبانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور ادارې د چارشنبې- شورو په ورځ ددغو دوو کسانو د زېندۍ کېدو په اړه ویلي وو چې د حکومت د درو عدالتونو د فیصلې او د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان په بنیاد به دغو دوو تنو ته د پنجشنبې- زیارت په ورځ د مرګ سزا ورکړل شي.

دې ادارې د غزني له ښاریانو غوښتل شوي وو چې ددغې پرېکړې د عملي کېدو د نندارې لپاره دې د غزني ښار د علي لالا کلي د فوټبال سټېډیم ته د پنجشنبې- زیارت په سهار ورشي.

‏په دې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، "له ټولو ښاریانو هیله کیږي چې موبایل، کېمره او یا هر هغه برقي وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي چې ورباندې عکس یا وېډیو اخیستل کیږي".

د خلکو په وړاندې دوو کسانو ته د مرګ سزا په 2024م کال کې د طالبانو د سپریم کورټ له خوا لومړۍ قضیه ده. د طالبانو دې ستر عدالت تر دې وړاندې هم په فراه او لغمان ولایتونو کې په ښکاره تورن کسان زېندۍ کړي دي.

د طالبانو حکومت د 2021م کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر د خلکو په وړاندې په ښکاره ښځو او سړیو ته د بدني سزاګانو ورکول پیل کړي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو تنظیمونو له نیوکو او اعتراضونو سره سره د خلکو په مخ کې د قصاص یا د مرګ د بدل د حکم د عملي کولو سربیره د نورو بدني سازګانو عملي کولو ته هم دوام ورکړی دی.

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو یوې ادارې د تېر 2023م کال په اګست کې په یو رپوټ کې ویلي وو چې طالبانو د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه 69 تنه 35 سړي او 16 ښځې په اتو ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دُرو وهلي او په بامیان کې یې دوه تنه سنګسار کړي دي.

د طالبانو حکومت د 2021م کال له اګست راهیسې په خپله واکمنۍ کې څلور تنو ته د مرګ سزا ورکړې او د ښځو په ګډون یې 350 کسان په دُرو وهلي دي، دا سزاګانې یې د سلګونو خلکو په مخ کې ورکړې دي. په دغو کې په سزا رسېدلو اکثرو ښځو باندې د زنا یا له خپله کوره د تېښتې تورونه لګول شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG