Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ ۷ شته مند هیوادونه د ایران لخوا په اسرایل د برید په سر ویډیو غونډه کوي


د ایران لخوا په اسرایل د ډرون او توغندیو ویشتلو وروسته د نړۍ اووه شته مندو هیوادونو (جي -۷) مشران نن یوه ویډیو یا انلاېن غونډه کوي. دغه غونډه د اټلي لخوا رابلل شوې چې دا وخت د دغه ډلې مشري کوي. په دغه هیوادونو کې امریکا، جاپان، جرمني، فرانس، برتانیه او کېنېډا شامل دي.

د اټلي وزیراعظم ګورګیا میلوني په اېکس / پخواني‌ ټوېټر ویلي، ٫٫ مونږ په دغه سیمه کې په روانو حالاتو او زیاتیدونکي تاو تریخوالي اندېښمن یو.٬٬ د اټلي خارجه وزیر انټونیو تاجاني ویلي ٫٫ مونږ غواړو د نور سخت پوځي تاو تریخوالي مخه ونیسو.٬٬ نوموړي د اټلي یوې مطبوعاتي ادارې ته ویلي ٫٫ جي ۷ غونډه به اسرایل ته یو پېغام لیږي، د وضیعت نور نه خرابیدو لپاره د صبر نه کار اخستلو ډاډ ډیر مهم دی.٬٬

تیره شپه د ایران لخوا د خپلې خاورې نه په اسرایل د ډرون او میزایلي بریدونو وروسته د دواړه سیالو او سیمه ایزو طاقتونو تر منځه تاو تریخوالی نور سېوا شوی چې په نتیجه کې یې امریکايي پوځ د اسرایل په حق کې ګامونه پورته کړي.

FILE PHOTO: Israel's Iron Dome anti-missile system intercepts rockets launched from the Gaza Strip
FILE PHOTO: Israel's Iron Dome anti-missile system intercepts rockets launched from the Gaza Strip

د ایران پاسداران انقلاب ځواک د اتوار/ یکشنبې سهار وختي خپور کړي یو بیان کې ویلي چې د خپلې خاورې نه یې په اسرایل ډرون او میزایلې ورویشتي. دغه بیان زیاته کړې چې دغه برید د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې شوي برید په بدل کې شوی. ایراني چارواکي د دغه برید تور په اسرایل لګوي، په برید کې د ایراني پوځ یو شمېر مهم کمانډران وژل شوي وو. اسرایل نه خو د دغه برید پخلی کړی او نه یې د ذمه وارۍ اخستو نه انکار کړی.

د اسرایل د پوځ ویاند ډېنیل هېګاري ویلي چې ایران د اتوار/ یکشنبې په ورځ په اسرایل د ۳۰۰ نه زیات توغندي ورویشتي چې ځیني پکې د یمن او عراق نه هم ویشتل شوي. نوموړي ویلي په دغه توغندیو کې ۹۹فیصده بیا د اسرایل دفاعي نظام اسرایل ته درسیدو مخکې شنډ کړي. په اسرایل کې د اېیرپورټونو (هوايي ډګرونو) ادارې د اتوار په سهار اعلان کړی چې د اسرایل هوایي لارې بیرته پرانستل شوي. بیان کې ویل شوي چې یواځې د تل ابیب بېن ګورین هوايي ډګر باندې د جهازونو د تګ راتګ وختونه بدل شوي.

د اپریل په ۱۴مه نېټه په منځني ختیځ کې د الوتکو تګ راتګ او لارې
ISRAEL-PALESTINIANS/IRAN

په ټولنیزو رسینو خپرو شوو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د خالي په شپه ناوخته یو شمېر توغندي په مرکزي او جنوبي اسرایل کې په هوا کې شنډ شوي او ځیني بیا په مزکه لګیدلي چې ورسره چاودنې شوي او ساېرنې هم غږیدلي. د اسرایل د پوځ ویاند له خوا ویل شوي په دغه برید کې یواځې یوه ۱۱ کلنه ماشومه ژوبله شوې.

په اسرایل د ایران د توغندیو بریدونه په عکسونو کې

د اسرایل د دفاعي ځواکونو لخوا په اېکس/ پخواني ټوېټر خپور شوي یو بیان کې ویلي شوي چې ځیني نور توغندیو بیا په جنوبي اسرایل کې د پوځ یو مرکز ته لږ زیان رسولی.

د اسرایل یو پخواني پوځي برېګېډیر جنرل جېکب ناګېل او د وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د قامي امنیت پخواني صلاحکار وي او ای ته په یو لیږلي پېغام کې ویلي چې امریکا، برتانیه، اردن او سعودي عربستان د ایراني‌ توغندیو په معلومولو کې مرسته کړې. د امریکا پوځي چارواکو هم وي او ای ته پخلی کړی چې امریکايي ځواکونه به ٫٫ د ایران لخوا اسرایل ته ویشتل کیدونکي توغندي ویشتلو ته دوام ورکوي.٬٬

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG