Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منځني ختیځ لانجې په زیاتېدو دي - بایډن د عراق له وزیراعظم سره کتلي


د امریکا صدر جو بایډن او مېلمه یې د عراق صدر محمد شیاع السوداني
د امریکا صدر جو بایډن او مېلمه یې د عراق صدر محمد شیاع السوداني

د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ په وايټ هاوس کې د عراق د وزیراعظم محمد شیاع السوداني کوربه و.

دغو دواړو مشرانو په داسې حال کې سره وکتل چې د ټولو توجو ایران ته اوړېدلې، کوم چې د خالي/شنبې په ورځ یې په اسرایل باندې خپل لومړنی تاریخي برید وکړ. په دې حملې سره دا فکرمندۍ زیاتې شوي چې هسې نه خطه کې یو لوی جنګ وشي. بایډن او د عراق وزیراعظم پخپل ملاقات کې هم په همدې خبرې وکړې.

وړاندې له دې چې د خالي په ورځ ایران په اسرایل باندې حېرانوونکی برید وکړي او د یو پراخ سیمه ییز جنګ وېره راپیدا شي، د عراق وزیراعظم سره داسې ډېر نور موضوعات و چې غوښتل یې بایډن سره ورباندې خبرې وکړي.

که څه هم امریکا د ایران حمله ناکامه بللې ده، مګر د عراق وزیراعظم محمد شیاع السوداني په دې باور دی چې د اسرایل او حماس ترمنځ شخړه په خطه کې یوه ستره خدشه ده.

السوداني د بایډن سره ملاقات کې وویل: "مونږ حقیقت کې ډېر لېواله یو چې دا جګړه اودرېږي، کومې کې چې په زرهاوو عوام، ښځې او ماشوم وژلی شوي دي. او مونږ د ټولو هغو کوششونو هرکلی کوو چې د شخړې د لمن پراخه کېدو مخه نیسي."

د امریکا پوځیان کلونه په عراق کې پاته شوي، او د هغه نه پس اوس د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات نازک دي. امریکا د عراق په شمال کې پخپلو طیاره شکن اثاثو سره، د ایران ځیني میزائیلونه چې اسرایل ته روان و، په لاره راوغورځول.

بایډن وویل، عراق ته، چې ډېره موده د ایران دښمن هم پاته شوی، د امن په تحفظ کې یو کردار لوبول دي. بایډن زیاته کړه: "په ساده ټکو یې ووایم، زمونږ شراکتداري زمونږ اولسونو ته، منځني ختيځ ته، او فکر کوم دنیا ته اهمه ده."

د ګل/دوشنبې په سهار، د عراق نایب وزیراعظم علي تمیم د امریکا له خارجه وزیر انټني بلنکن سره وکتل، او دواړو یې د ایران د حملې په ناکامولو کې سیمه ییزه همکاري وستایله او د شخړې په کمېدو یې ټینګار وکړ.

بلنکن وویل: "فکر کوم د خالي ورځې پېښې وښوده چې که اسرایل د یو یرغل او یوې حملې ښکار وګرځي، نو ضرور نه وه، او نه به هم ضرور وي چې په یوازې سر د ځان دفاع وکړي. د هغه نه وروستو په تېرو ۳۶ ګېنټو کې مونږ د یو سفارتکاري غبرګون په هماهنګۍ بوخت یو چې وکړی شو د شخړې د زیاتېدو مخه ونیسو."

د عراق نایب وزیراعظم محمد علي تمیم چې د بلنکن ترڅنګ یې خبرې کولې، وویل: "مونږ په ټولو اړخونو غږ کوو چې زغم دې وکړي او د هغو نړېوالو اصولو او قوانینو احترام وکړي چې ټاکلي مو دي."

د ګل په ورځ امریکا او عراق هېڅ د کوم دوه اړخیزو ګامونو اعلان ونکړو، خو څېړونکي وایي عراقي مشرتابه ځیني کارونه کولی شي.

د سټراټېجیکو او بین الاقوامي مطالعاتو مرکز څېړونکی ډانیل بېمن وایي، عراق ته په کار ده چې د شخړو د کمېدو دپاره خپل ترجیحات واضحه ټکو کې څرګند کړي. بېمن وي او اې سره خبرو کې وویل چې د عراق دپاره "د ایران او د نورو عربو ملکونو سره او همدا راز امریکا سره دا خبرې کول دي چې د عراق له نقطه نظره دا [د شخړې زیاتېدل] منفي دی، او دا چې عراق د ټولو طاقتونو نه غواړي چې د شخړې د کمولو دپاره ذمه وارانه عمل وکړي."

داسې حال کې چې اسرایل د ایران د حملې په جواب ورکولو غور کوي، سیمه ییز طاقتونه آرام ناست ندي. د ګل/دوشنبې په ورځ د عراق صدر د اردن له پاچا سره ملاقات وکړ. د اردن د شاهي اېوان ترمخه، هغو دواړو په دې خبرې وکړې چې که دا شخړه زیاته شي، نو خطرې به یې څه وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG