Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي لکونه افغان ماشومان د لوږې په څېر ناورین سره مخ دي - سیو دې چلډرن


د ماشومانو د پاملرنې نړیوالې ادارې سیو دي چلډرن پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي چې پروسږکال د ستمبر میاشتې نه راپدیخوا د پاکستان څخه تر5 لکو اؤ 20 زرو زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې دې کې نیمایي ماشومان دي.

رپورټ وایي دغو ستنو شوؤ زیاتره ماشومانو پاکستان کې سبقونه ویل اؤ مکتبونو ته تلل خو افغانستان ته له ستنېدو وروسته په دې ماشومانو کې 65 فیصدي له مکتبونو بهر دي.

د سیو دي چلډرن سروی کوونکو ویلي دا ستانه شوي زیاتره ماشومان ځکه له مکتبونو بهر پاتې شوي دي چې مکتب کې داخلې لپاره اسناد نه لري.

نظر پوښتنه یا سروی کې دا نه دي ویل شوي چې له کومو ماشومانو پوښتنې شوي هغوي کې نجونې څومره وې؟ ځکه چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د اساسي اسانتیاؤ نشتوالي:

د خپلې مور اؤ درېوؤ وروڼو خویندو سره افغانستان ته بېرته ستنې شوې 15کلنې نجلۍ چې اوس د خپل نیکه سره یو ځای وسیږي خپل نوم ونه ښودلو خو سروی کوونکو ته یې ویلي چې له پاکستان څخه تر راوتلو وړاندې هغوي خپل هر څه پلورلي وؤ تر څو افغانستان کې پرې د ځان لپاره اړین توکي لکه جامې، پېزار، کمبلې، دارو درمل واخلي اؤ د خپلې استوګنې لپاره ځای پیدا کړي خو وایي افغانستان کې ډیره یخني ده اؤ دلته ژوند کول ګران دي.

سروې ښیي چې په هرو شپږو کورنیو کې نزدې یوه یې په خیمو کې ژوند کوي او د راستنیدونکو ډیری برخه د ژوند کولو لږه یا هیڅ وسیله نه لري. نزدې نیمایي هغو کسانو چې سروې ته یې ځواب ورکړی، ویلي چې په افغانستان کې دندې نشته.

لوږه د ناورین کچې ته رسېدلې:

دا ارزونه ښیي چې پاکستان نه ستنې شوې 99 فیصدي کورنۍ اؤ افغانستان کې د هغوي کوربه توب کوونکې کورنۍ د خوراکي موادو دومره زېرمې نه لري هغوي پرې خپلې د یوې یا دوؤ میاشتو د خوراک اړتیا پوره کړي.

د ماشومانو د خوندیتوب دا اداره پخپل رپورټ کې وایي چې د خوراک دومره کمی دی چې خپل هیواد ته د ستنو شوؤ کډوالو کوربه کورنیو د خپلو کورنیو په غړو خوراک کم کړی یا یې د خپلو کورنیو سترو غړو ته ویلي دي چې هغوي باید کم خوراک وکړی تر څو ماشومانو ته په اوونۍ کې دوه ورځې خوراک ور ورسیږي.

د سروې پایلې ښیي چې نږدې 40 سلنه ستنې شوې کورنۍ او د دوی کوربانه باید په اوونۍ کې لږترلږه درې ورځې خواړه په پور واخلي، یا په خپلوانو او ملګرو باندې تکیه وکړي ترڅو خپلې خېټې مړې کړي.

په نظر پوښتنه کې د ځواب ویونکو څخه 13 فیصدي کورنۍ اؤ د هغوي 9 فیصدي کوربانه د خوراک د خپلې ورځنۍ اړتیا پوره کولو لپاره په نورو تکیه کوي.

د نظر پوښتنې رپورټ کې په هغو سختو حالاتو اؤ ستونزو رڼا اچول شوې چې د پاکستان نه بېرته ستانه شوي افغان کډوال ورسره مخ دي ، په دې سختو حالاتو اؤ ستونزو کې د څو لسیزو نه روانې جګړې، زلزله، سیلابونه اؤ هیواد کې د وچکالۍ په څېر قدرتي افتونه شامل دي.

رپورټ وایي نزدې 80 لکه ماشومان د ولږې په څېر د ناورین سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې خوا و شا 16میلینه افغان وګړي د خوراک د کمي د بحراني اؤ بېړنۍ کچې څخه تېریږي.

د سیو دي چلډرن سیمه ییز مشر ارشد ملک وایي د پاکستان څخه افغان کورنۍ یو داسې هیواد ته ستنېږي چې هغه هیڅ نه لري.

هغه وایي افغانستان ته په لویه کچه د کډوالو بېرته ستنېدل په هغو وسایلو اضافي بار دی چې له وړاندې څخه محدود یا کم دي.

ارشد ملک وایي د ناورین سره مخ هیواد (افغانستان) له وړاندې څخه د کډوالۍ د فشارونو سره مخ ؤ چې اوس دې کې د پاکستان نه ورستنې شوې افغان کورنۍ هم ورشامل شوې.

نوموړی ویلي چې تر دې وړاندې پروسکال د ګاونډي هیواد ایران څخه هم قابو شپږ لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي اؤ ددې سره اوس افغانستان د خپل هیواد دننه د بې کوره خلکو په نړۍ کې تر ټولو ستر دویم هیواد جوړ شوی دی یا داسې هم ویلی شو چې د دې هیواد په مجموعي ابادۍ کې هر اووم تن بې کوره دی.

هغه پاکستان څخه د ستنو شوؤ کډوالو د ستونزو یادونه وکړه اؤ وي ویل قانوني اسناد نه لرونکو افغان ماشومانو کې زیاتره په پاکستان کې زېږیدلي وؤ اؤ هغوي لپاره افغانستان داسې ځای نه دی چې خپل کور ورته ووایي.

د ستونزو یو لامل د طالبانو تګلارې دي:

له هغه وخته چې په 2021م کال کې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، د هېواد اقتصادي او ټولنیز وضعیت مخ په خرابېدو دی. طالبانو تعلیم، کار او عامه ژوند ته د ښځو پر لاسرسي محدودیتونه لګولي دي.

نړیوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت د ښځو پر حقونو د محدودیتونو او نورو لانجمنو تګلارو له امله په رسمیت نه دی پېژندلی. چې له امله یې د اقتصادي پرمختګ لپاره بهرنیو سرچینو ته لاس رسی بند شوی دی.

خو ملګري ملتونه اؤ نور بهرني غیر دولتي سازمانونه افغانستان سره بشري مرستې کوي.

(ایاز ګل، وي او ای نیوز)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG