Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ملګرو ملتونو کې فلسطینیانو ته د پوره غړیتوب درخواست وېټو کړ


فلسطینیانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا کوشش وکړ چې د ملګرو ملتونو مکمل ممبرشپ یا غړیتوب ترلاسه کړي، مګر دا هڅه یې هغه وخت ناکامه شوه چې امریکا په سېکوریټي کونسل کې په دې اړه پېش کړی شوی قرارداد وېټو یا رد کړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا نایب سفیر رابرټ ووډ وویل: "د امریکا دا نظر پاته دی چې د فلسطینیانو دپاره د ریاست جوړېډو دپاره تر ټولو فوري لاره د اسرایل او فلسطیني ادارې ترمنځ، د امریکا او نورو شریکانو په منځګړیتوب نېغ په نېغه خبرې اترې دي."

ووډ د هغو بې ځوابه پوښتنو په اړه هم فکرمندي وښوده چې وایي آیا فلسطینیان دا ځانګړنې یا خصوصیات لري چې یو ریاست وپېژندلی شي او که نه.

د امریکا دغه سفارتکار پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ د ډېرې مودې راهېسي په فلسطیني ادارې غږ کړی دی چې د ریاست جوړېدو دپاره چې کوم صفات لازم دي، د هغو پیدا کولو دپاره دي ضروري اصلاحات ترسره کړي او دا یا ولرئ چې په غزه کې چې په دغه قرارداد کې د [فلسطیني] ریاست یوه برخه پیشګویي شوې ده، حماس – یوه ترهګره ډله – اوس مهال طاقت استعمالوي او اثررسوخ لري."

د سيکورېټي کونسل په پنځلسو غړو کې، دوولسو یې د پېش کړی شوي قرارداد په حق کې رایه ورکړه، برطانیې او سوېټزرلېنډ بې طرفه پاته شول، خو صرف امریکا منفي رایه ورکړه.

د برطانیي سفیرې د اسرایلیانو او فلسطینیانو دپاره د دوه ریاستونو د ترکیب په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې فلسطینیانو ته یو ریاست دپاره یوه معتبره او ناقابل واپسي طریقه په کار ده.

د برطانیې سفیرې باربرا ووډوارډ وویل: "مونږ ته په کار ده چې اول قدم کې په غزه کې فوري بحران هوار کړو."

د سوېټزرلېنډ استازي پاسکېل بېرېسوېل وویل، په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو په غړیتوب باندې باید وروستو غور وکړی شي، کله چې امن راشي.

په ملګرو ملتونو کې د ممبرشپ یا غړیتوب طریقه دا ده چې اول دا پروسه په سېکوريټي کونسل کې شورو کیږي، او که چېرته دغه کونسل یې سپارښتنه منظور کړي، بیا د رایې دپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته چې ۱۹۳ غړي لري، پېش کیږي. یو نوی ریاست هغه وخت بیا ضرورت لري چې دوه په درېیمه برخه د رایو په عمومي اسمبلې کې وګټي.

فلسطیني استازي ریاض منصور د ملګرو ملتونو امن کونسل ته په خبرو کې وویل: "مونږ نه غواړو چې د هېچا ځای ونیسو، مونږ غواړو ستاسو په جمع کې د ټولو په برابر داخل شو."

منصور وویل، که څه هم قرارداد وېټو شو خو دوی به د خپلو کوششونو نه لاس وانخلي. د هغه وینا وه چې "د فلسطین ریاست مخه نشي نیول کیدی."

د اسرایل استازي ټینګار کولو چې سېکوریټي کونسل دې د فلسطینیانو دپاره د مکمله ممبرشپ حمایت نه کوي. هغه ویل چې دا به د حماس ترهګرو ته یو ډول سوغات وي. حماس د اکټوبر په ۷مه اسرایل کې ناڅاپي حملې وکړې چې په هماغه سره د غزې جنګ شروع شو.

د اسرایل سفیر د سېکوریټي کونسل غړو ته وویل: "له بده قسمته، د تاسو نه زیاترو دا فېصله وکړه چې فلسطیني دهشت ته د فلسطیني ریاست سوغات ورکړئ. دا ډېره غمجنوونکې ده، ځکله ستاسو رایه به صرف د فلسطینیانو له اړخه د رد کولو نظریه لا پسې قوي کړي او امن به قریب ناممکنه وګرځوي."

هغه د امریکا د صدر جو بایډن نه مننه وکړه چې "د منافقت او سیاستونو په مقابله کې، د حقیقت او اخلاقو ترڅنګ اودرېدو."

د یادونې وړ ده چې که څه هم امریکا په ملګرو ملتونو کې فلسطینیانو ته د مکمله ممبرشپ قرارداد وېټو کړ، مګر د سېکوریټي کونسل اکثریت غړو د فلسطینیانو په حق کې رایې ورکړې.

د روس سفیر واسیلي نېبنزیا وویل چې "د ټولو اخلاقي واجباتو" په بنیاد په کار ده چې ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو د مکمله ممبرشپ خواهش پوره کړی شي.

واسیلي زیاته کړه: "فلسطین دې ځای ته د رسېدو دپاره یوه اوږده او د درد ډکه لاره وهلې ده. د ۲۰۱۲ کال راهېسي، فلسطین په ملګرو ملتونو کې د یو منفرد وضعیت څخه برخمن دی – یعنې یو شاهد ریاست چې غړیتوب نلري. دا د دایمي غړیتوب نه یو ګام فاصله لري."

اوس مهال فلسطینیان که څه هم په ملګرو ملتونو کې دایمي او مکمله غړیتوب نلري، خو د ۲۰۱۲ کال راهېسي یې داسې حیثیت هلته پیدا کړی چې رایه نشي ورکولی، مګر کولی شي د هغو لوظنامو برخه وي چې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره لاسلیک کیږي، او همدا راز د ملګرو ملتونو په نړېوالو ادارو لکه د صحت نړېواله اداره (ډبلیو اېچ او) او د جرمونو نړېوال عدالت کې شامل پاته کېدی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG