Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا چارواکي په یو نادره سفر ایران ته تللي


 په انځور کې ښي لوري ته لومړی کس د شمالی کوریا د بهرنیو اقتصادي چارو وزیر یون جانګ هو دی
په انځور کې ښي لوري ته لومړی کس د شمالی کوریا د بهرنیو اقتصادي چارو وزیر یون جانګ هو دی

واشنګټن – د شمالي کوریا رسمي رسنیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چې د شمالي‌ کوریا یو پلاوی چې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د کابینې وزیر یې مشري کوي، له ایران څخه لیدنه کوي.

رسنۍ وايي، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ چې باور دی په خپلو کې پټې پوځي اړیکې لري یو نادره خبر دی.

د شمالي کوریا رسنۍ KCNA ویلي، چې د بهرنیو اقتصادي اړیکو وزیر یون جانګ هو د نهې یا سې شنبې په ورځ د هوا له لیارې پیانګ یانګ پریښي او ایران ته د وزارت د ورغلي پلاوي مشری کوي.

دوی نور کوم معلومات نه دي ورکړي.

شمالي کوریا او ایران د اوږدې مودې راهیسې په خپلو کې د بالسټیک توغندیو کې د همکارۍ پروګرام ځنډولی وو چې ممکن د تخنیکي پوهانو د تبادلې او د خپلو تولید لپاره د پرزو په برخه کې ښايي و.

رویټرز په فېبروۍ کې راپور ورکړی چې ایران روس ته بالسټیک توغندي ورکوي چې له اوکراین سره یې په جګړه کې وکاروي.

داسې شک کېږي چې شمالي کوریا هم له روس سره د میزایلو او توغندیو په برخه کې مرسته کوي خو دواړو هېوادونو دا خبره رد کړې ده.

د جنوبي کوریا د حکومتي ډېټابېس له مخې، یون تر دې مخکې له سوریې سره د خپل هېواد د اړیکو په برخه کې کار کړی.‌

د شمالي کوریا د راپورونو له مخې، یو د خپل هېواد لپاره له روس سره په راکړه ورکړه فعال دی او د دې میاشتې په سر کې یې ماسکو ته د خپل هېواد د یو پلاوي مشري کوله.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG