Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د بره تللو وروسته نن ټيټ شوی دی


د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي خو سوداګرو د ورځې په وروستۍ برخه کې په ونډو خرڅولو شورو وکړه. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو
د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي خو سوداګرو د ورځې په وروستۍ برخه کې په ونډو خرڅولو شورو وکړه. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو

د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د بره تللو وروسته نن 09. (اعشاریه صفر نهه) ټيټ شوی دی. د ونډو بازار په سهر کې 71زره پواینټس (درجې) لوړ شوی وو خو وروسته د ونډو خرڅ پېل کېدو له امله بازار په عمومي کچه په تاوان وتړل شو.


د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو.

د ونډو بازار کې سور رنګ د تاوان او شین رنګ د ګټې نښه وي.

د ګل (دوشنبې) په ورځ د ونډو اېشیايي بازارونه په سور رنګ تړل شوي وو. څېړونکو د دې علت د ایران او اسرایل تر منځ تازه شخړې او د یادې جګړې د توکو په رسايۍ باندې ممکنه اغېز ښودلو.

د جاپان، اسټرالیا او هانګ کانګ د ونډو بازارونه چې کله پرون وتړل شول نو د ونډو عمومي رنګ سور وو. نن د لندن بازار هم ټيټ پاتې شوی او دلته په امریکا کې د ورځپاڼو تر مخه، سوداګر د سیمې په سیاست ژور نظر لري.

څېړونکي وایي نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره د پاکستان د کامیابو مذاکراتو اؤ د سعودي عرب له لوري پاکستان کې د 5 ډالرو سرمایه کارۍ په لړ کې د شوي پرمختګ له امله په مارکیټ د سرمایه کارانو باور پر ځای شوی دی اؤ له دې امله د پاکستان د ونډو بازار کې په چټکتیا سره نوي ریکارډونه جوړیږي.

اقتصادپوه خبريال وکیل الرحمان وايي، د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د وروستي قسط خبرې قابو کامیابې شوي او بيا دوه د ‏نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان دپاره د پور د بل پروګرام په اړه هم بيان راغلی مطلب پاکستان ته یې مثبت ځواب ورکړی، ځکه د ونډو بازار په بره لاړو.‏

د وي او اې ډيوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې هغه ویلي، د ونډو بازار د اقتصادي ښه او بدو خبرونو سره ښکته بره کيږي اؤ دا مارکيټ مستقل په ځای نه ‏ودريږي "دا کله په بره ځي او کله په ښکته ځي"

خو نوموړي ویلي، "د پاکستان د اقتصاد ټول انحصار په قرضونو باندې دی د هغې خپل څه بنيادونه نشته، که مونږ ووايو چې په ملک کې پېداوار سېوا ‏شو يا ښه والی راغلو، زمونږ ښه والی دا دی چې مونږ ته قرض راکولو ته يو ملک تيار شو، يوه اداره قرض راکولو ته تياره شوه دا زمونږ دپاره ډېره غټه خبره ‏ده".‏

هغه زیاته کړه، "که دې د پاکستان اقتصاد ښه کېدل وایې او که د پاکستان بدبختي ورته وايو چې مونږ قرض ته خوشاليږو، وړاندې هم په قرضونو روان او ‏اوس هم روان دی"

د پاکستان وزیراعظم شبهاز شریف څو ورځې وړاندې ويلي وو، د ملک اوسنی اقتصادي حالت داسې دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه ‏پاکستان ته د يو ارب ‏نه زياتو ډالرو د پور قسط تر لاسه کیږي خو دا د ملک دپاره پوره نه دی او پاکستان له به د آی اېم اېف نه د پور بل پروګرام ترلاسه ‏کول وي.

  • فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG