Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غربي غاړه کې د تشدد په پېښو کې ۱۳ فلسطینیان وژل شوي


اسرایلي پوځ او فلسطیني چارواکي وايي د خالي/ شنبې په ورځ په غربي غاړه کې د اسرایلي ځواکونو لخوا شوي عملیاتو کې ۱۳ فلسطینیان وژل شوي. د اسرایل د پوځ لخوا ویل شوي چې عسکرو یې ٫٫ ۱۰ ترهګر له منځه وړي٬٬ او د جمعې په سهار په نور شمس مهاجر کېمپ کې پېل شوي عملیاتو کې یې اته نور ترهګر نیولي هم دي.

د اسلامي جهاد نومې وسله واله ډله بیا وايي چې په دغه عملیاتو کې یې درې غړي وژل شوي.

تلکرم برېګېډ ډله چې پکې د فلسطین یو شمېر نورې وړې ډلې شاملې دي، زیاته کړې چې د جنګیالو یې د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایلي پوخ سره وسله واله نښته شوې.

کله چې په دغه مهاجر کېمپ کې د اسرایل پوځي ګاډي ګرځیدل نو په دغه مهال درې ډرون جهازونه هم د کېمپ د پاسه الوت کوو. د ای اېف پي یو خبریال د درنو ډزو غږونه، په کوڅو کې مړي او د اسرایلي ډرون الوتکو لخوا تباه شوي کورنه هم لیدلي.

د اسرایل‌ پوځ ویلي په دغه کېمپ کې تر ۴۰ ساعتونو پورې جګړه روانه وه چې پکې اته عسکر او یو پولس افسر ژوبل شوي.

فلسطیني چارواکو بیا ویلي په دغه کېمپ د اسرایلي پوځ د عملیاتو او ډزو د لاسه یو تنکی فلسطینی هلک هم وژل شوي. د فلسطین د صحت چارواکو ای اېف پي خبري ادارې ته د یولسو کسانو د ژوبلیدو پخلی کړی چې پکې اووه نیغ په نیغه په ډزو لږیدلي دي. دوي زیاته کړې د یو هسپتال یو کارکونکی هم هغه مهال ژوبل شوی کله چې یې د ژوبلو درملنه کوله.

د فلسطین د صحت وزارت تر مخه په کېمپ د ٫٫ یو شمېر مرګ ژوبلو وروسته٬٬ طبي عملې ته د بیړني حالت خبر ورکړل شوی وو خو زیاته کړې یې ده چې اسرایلي پوځ دوي ته د ژوبلو کسانو د درملنې اجازه نه ورکوله. د ای اېف پي یو خبریال د دغه هر څه د لیدو تصدیق هم کړی.

د اسرایل پوځ وايي چې د دوي عملیات د فلسطیني وسله والو ډلو پرضد وي خو عام فلسطینیان هم په نښتو یا دزو کې په نخښه شي. د غربي غاړې په نابلو کې بیا یو فلسطینی اېمبولېنس چلونکی د اسرایلي ابادکارانو لخوا کې وژل شوی.

د فلسطین د صحت وزارت ترمخه دغه ۵۰ کلن ډراېور په السویه کې د اسرایلیانو په ډزو کې وژل شوی.

د اسرایل د پوځ لخوا د دغې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی راغلی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG