اسرايل د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا نه غوښتي ايران ته دې په اسرايل د حملې کولو سزا ورکړي او د نورو حملو مخه دې ونيسي.
د اسرايل استازي ګېلاد ايردن ویلي، "امنيتي شورا دې نن ضرور اقدام وکړي"، هغه ویلي، "د ايران ترهګري دې وغندي، بندیزونه دې پرې بيرته ولګوي، د ايران پاسداران انقلاب ځواک دې ترهګره ډله وګرځول شي. اوس دې اقدام وکړل شي، د اسرايل او سيمې دپاره نه، بلکې د نړۍ دپاره".
اسرايل د ايران لخوا په اسرايل د 170 وسله والو ډرون، 120 بېلسټک ميزايلو او 30 کروز ميزايلو د برید وروسته د ملګرو ملتونو د ملي امنیت د شورا سمدستي غونډې بللو غوښتنه کړې وه. اسرايل ويلي، د امریکې او نورو اتحاديانو سره په ګډه یې د ايران 99 فيصده ډرون او ميزايلې راغورځولي دي.
ايردن په امنيتي شورا نيوکه کړې، د کلونو راهسې یې د ايران په اړه د اسرايل خبرداري ته غوږ نه دی نيولی.
هغه ویلي، نړیواله ټولنه د "شيعه اسلامي رژيم" په راپورته کېدو غلې پاتې ده، خو د ايران په اسرايل د نېغ په نېغه حملو سره دغه رژيم اوس بې پردې یا مخه بربنډ شو.
هغه زياته کړې، "ايران د هرې سرې کرښې واوړېد"، او اسرايل د ځواب ورکولو قانوني حق لري.
د ایران استازي ويلي، په دمشق کې د اپرېل په لومړۍ نېټه د ايران په سفارتخانه د بريد او د امنيتي شورا په رسمي توګه د غندنې نه کولو وروسته د دوی سره د خپلې دفاع د حق نه بغېر بله لاره نه وه پاتې.
په امنیتي شورا کې ځينې سفارتکارو ويلي، امریکې، فرانس او برتانيې غندنه ودرولې وه، ځکه دوی ځینې پوښتنې لرلې، چې د ايران خاوره د پټو کارروايانو دپاره کاريږي.
د ايران استازي امیر سعيد ايراواني د اسرايل په اړه ويلي، "دغه لاقانونه رژيم زمونږ د خلکو پرضد ډېر وحشيانه جرمونه کړي دي". هغه ویلي، "دغه رژيم په ښکاره زمونږ د ايران چاوراکو، ساينس پوهانو او ملکي خلکو، او په وروستيو کلونو کې ايران د پرامنه جوهري ډهانچې خلاف ترهګره او تباه کوونکې زمه وارۍ منلي دي".
په اسرایل تور دی چې په وروستيو کلونو کې یې د ايران جوهري پروګرام په نخښه کړی، سايبر حملې یې کړي او څو وژونکي بریدونه یې کړي دي. اسرايل په ښکاره دغه عمليات نه دي تاييد کړي. ايراواني ویلي، "ايران په سيمه کې کړکېچ او جګړه نه غواړي" خو په ضرورت پېښېدو به خپله دفاع کوي. هغه ټينګار کړی، ايران د امریکې سره هم شخړه نه غواړي.
هغه ويلي، "مونږ د مقبوضه فلسطين په سيمه کې د پوځي اهدافو دپاره د ايراني ډرون او ميزايلو د مخنيوي دپاره د امریکايي پوځ په شاملېدو د صبر نه کار اخستی، او دا کار زمونږ د شخړې او کړکېچ سېوا کولو څخه د ډډې کولو څرګندونه کوي". خو ورسره یې ویلي، که امریکايي پوځ یې د هیواد، خلکو او امنيتي ګټو خلاف اقدام کوي،ايران به ورته مناسبه ځواب وايي.
د امریکې استازي روبرټ ووډ ویلي، واشنګټن د ايران سره کړکېچ نه غواړي خو خبرداری یې ورکړی، "خو څرګنده دې وي، که ايران او پراکسيز یې د امریکې يا د اسرايل پرضد نور اقدام کوي، ايران به یې زمه واره وي".
ووډ ویلي، امریکې د نور هيوادونو سره مشورې پيل کړي، او "نور ګامونه اخلي چې په ملګرو ملتونو کې د ايران سره حساب وکړي". خو هغه نور جزيات نه دي ويلي چې په دې نور څه شاملېدی شي.
نوموړي په امنيتي شورا ټینګار کړی چې د ايران د اقداماتو په ښکاره غندنه وکړي او د پراکسيز د حملو ودرولو غوښتنه یې کړې ده.
د ايران حمايت یافته، په لبنان کې حزب الله او يمن کې حوثيانو هم په اسرايل راکټې او ميزايلې داغلي دي، او حوثیانو په بحېره احمر کې په بيړو حملې کړي دي. د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش د شخړې کمولو دپاره بېړنۍغونډه بللې ده.
Forum