Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او آی اېم اېف د پور د پېسو خبرې کاميابې شوې


د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ترمنځ د پور د پروګرام د جايزې دپاره خبرې کامیابې شوې او د عملې (سټاف) په کچه تړون شوی دی.‏

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د خبرو کامیابېدو او عملې تر کچه تړون وروسته به د نړیوالې مالياتي ادارې اېګزېکټيو بورډ ‏منظوري ورکوي او د هغې وروسته به پاکستان ته د 1.1 اربه ډالرو قسط جاري کيږي.‏

د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف او پاکستان ترمنځ د عملې په کچه د درو اربو ډالرو د"سټېنډ بای ارېنجمنټ" تړون د تېر کال په 29م جون شوی وو او ‏ويل شوي وو د ياد تړون له مخې به نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته درې اربه ډالر ورکوي.‏

د قابو اتو میاشتو د ځنډ وروسته ياد تړون شوی او د جولايۍ په میاشت کې یې بيا اېګزېکټيو بورډ منظوري ورکړې وه.‏

آی اېم ایف هغه وخت ويلي وو، د سټېنډ باي تړون له مخې پاکستان ته ورکړل کیدونکې پیسې به د دغه هیواد د بهرني فشار سره د مخ معیشت په باثباته ‏کولو کې مرسته وکړي.‏

د آی اېم اېف د تازه بیان ترمخه د پاکستان حکومت ته په اقتصادي کمزوریو د قابو موندلو لپاره د پاليسۍ د اصلاحاتو ضرورت دی او اداره تمه لري چې ‏د پاکستان حکومت به د ټېکسونو د جال لا نور پراخولو ترڅنګ د بجلۍ او ګېس په نرخونو کې هم په وخت اضافه کوي.‏

د اقتصادي چارو پوهان وايي که پاکستان د آی اېم اېف د شرطونو لاندې د بجلۍ او ګېسو قيمتونه سېوا کوي نو بوج به په عام خلکو پريوځي خو وايي ‏وخت راغلی چې د ملک په ټولو ادارو کې اصلاحات وکړي شي.‏

اقتصادپوه ډاکټر جاوېد اقبال د وي او اې ډيوه خبريال ارشد حسېن ته ویلي، "په پي اي اې، رېلوې، سټيل ميل او دې سره د محصولاتو په مرکزي بورډ ‏ايف بي ار کې د اصلاحاتو ډېر سخت ضرورت دی او زما په خيال آی اېم اېف ته هم پته ده چې ستاسو کور سم نه دی او بله دا چې قرضه ددې ستونزو حل نه ‏دی".‏

د خبر ترمخه، د آی اېم اېف مِشن په وروستيو کې د پاکستان د مرکزي سټېټ بېنک او پاکستان د حکومت لخوا پورته کړل شوي ګامونه او اقتصاد ‏دپاره اقدامات یې تاييد کړي دي.‏

نړيوالې مالياتي ادارې د خپلې لومړۍ جايزې وروسته د پاکستان اقتصادی او مالياتي حالت ښه شوی دی.‏

خو آی اېم اېف پاکستان کې د افراط زر، کورنيو او بهرنيو ادايګيانو د ستونزو او ملک ته د ورپېښو نورو چېلنجونو يادګېرنه هم کړې ده.‏

آی اېم اېف پاکستان د درې اربه ډالرو د پور په پروګرام کې وړاندې په دوه قسطونو کې يو ارب او ‏‎90‎‏ کروړه ډالره ورکړي او اوس به په دې وروستي قسط ‏کې يو ارب او لس کروړه ډالره ورکړي، او دې سره د پاکستان سره د آی اېم اېف د لنډې مودې پروګرام سر ته ورسي.‏

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، آی اېم اېف پاکستان ته د نوي پور د پروګرام دپاره شرطونه هم وړاندې کړي چې زياتره پکې د ټېکسونو سېوا کولو ‏ویل شوي دي.‏

د اقتصاد پوهانو په خبره، پاکستان به د دې روان لنډې مودې پروګرام په پوره بيا نړیوالې مالياتي ادارې ته ځي او د پور بل پروګرام به ترلاسه کوي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG