Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا اپوزیشن ګوندونه وایي مرکز سره مالي ستونځې باید په شخړو نه، په خبرو حل شي


د پښتونخوا حکومت د اپوزیشن ګوندونو غړي وايي وفاقي حکومت سره د مالي ستونځو هوارولو د پاره به صوبايي حکومت ته د شخړو جوړولو په ځايي د خبرو اترو لاره خپلول وي، د صوبايي حکومت غړي وايي دوی د وفاقي حکومت سره د صوبې د مالي مسلو د هوارولو په سر په خبرو بوخت دي.

د مخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي د صوبې د بجټ تر 90 فيصد زياته برخه د وفاقي حکومت نه راځي چې پکې د اين اېف سي اېوارډ، قبايلي ضلعو فنډونه، د بجلۍ ګټه او د نورو مدونو پېسې شاملې دي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی احمد علي وايي که له وفاق سره د شخړې سياست دوام ولري نو په راتلونکي کې صوبه د مالي مشکلاتو ښکار کېدی شي۔

احمد علي وي او اې ډیوه ته وویل له وفاقي حکومت سره د مالي ستونځو د حل په اړه هر وخت "ډېر پراميده" وي خو وایي په کومه طريقه باندې چې صوبايي حکومتی لګيا دی له دغه طريقه کار سره یې اختلاف لري:

"ګوره اېن ايف سي کې [خزانې] وزير کښېني، څومره سي سي ای دي هغې کې وزير کښېني. دوی وزير نه دی جوړ کړی، ايډوائزر يې جوړ کړی دی، زمونږ وزير اعلا باندې به کار ډېر وي هغه به په دې تکنيکي خبرو باندې ځان پوه نه کړي، مونږ ته پکار دی چې د خزانې وزير جوړ کړو او [مرکز سره] د دغو مسلو د هواري د پاره کلک اواز پکار دی".

دا وخت په مرکز او درو صوبو کې د شپږو اتحادي ګوندونو حکومت دی، د خېبر پښتونخوا سني اتحاد کونسل ګوند يواځینی داسې حکومت دی چې په مرکز کې په اپوزيشن او په پښتونخوا کې په واک کې دی.

د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی ارباب عثمان خان وايي مرکزي حکومت ته پکار دي چې د سياسي مخالفت باوجود د صوبې معاشي او امنيتي حالت په نظر کې وساتي او د موجوده حکومت سره مالي ستونځې زر تر زره هوارې کړي.

د ارباب عثمان علي په وینا په اېن اېف سي ايوارډ کې د پښتونخوا لويه حصه جوړېږي او صوبې ته هغه پېسې پکار دي، ځکه چې وایي دوی صرف د پښتنو د پاره نه بلکې د پوره پاکستان د پاره په اولني صف کې جنګ کړی دی:

"چې پاکستان نن کامياب دی هغه د پښتونخوا په وجه باندې دی، مونږ قربانۍ زياتې ورکړې دي خو صوبه ډېره پسمانده پاتې شوې ده، نو د صوبې د خپل حق نه زيات حق جوړيږي او پکار ده چې مونږ ته دا حق راکړل شي".

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا علي امين ګنډه پور ويلي وو د صوبې په وفاقي حکومت باندې پينځلس سوه او لس اربه روپۍ پاتې دي.

په 13م مارچ د وزير اعلا د دفتر نه جاري شوي يو خبر کې ويل شوي وو، مرکزي حکومت ته د واجباتو په سر د وزير اعظم شهباز شريف سره د علي امين ګنډه پور خبرې شوې او وزير اعظم ويلي د صوبې ټولې جایزې غوښتنې به پوره به کوي۔

د واکمن ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی شفيع جان وایي، "وفاق زمونږ [نزدې] شپاړس سوه اربه قرض دار دی، په هغه باره کې وزير اعلی صېب د وزيراعظم صېب سره لیدلي او اين ايف سي ايوارډ کې چې زمونږ څومره برخه کیږي هغه به خپل يو طريقې سره غواړو، او که حق نه راکوي نو بيا مونږ ته پته ده چې حق څنګه اخستل کيږي".

څېړونکي وايي د خېبر پښتونخوا حکومت دا وخت د مالي مشکلاتو سره مخ دی، صوبايي حکومت د مارچ په پينځمه نېټه د يو مايشت د پاره د 159 اربه روپیو د اخراجاتي بجټ منظوري ورکړې ده، خو د هغه ډېره برخه به هم د وفاقي حکومت نه ورکړل کېدونکو فنډونو باندې پوره کيږي.

  • ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG