په داسې وخت کې چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ناامنۍ پېښې دوام لري، د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، امنیت د صوبايي حکومت لومړيتوب دی د خلکو د مال او ځان ساتنه يقيني کول یې مقصد دی.
علي امين ګنډاپور د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي سره پېښور کې په وزيراعلا هاوس کې ليدلي دي.
د صوبې د اطلاعاتو څانګې د ليدنې په اړه ويلي، دواړو د صوبې د امنیتي معاملاتو په اړه بحث کړی او صوبه کې د امنیت ښه کولو دپاره د مرکزي په صوبايي کچه د قانون نافذونکو ادارو ترمنځه د رابطې ښه کولو په خبره یې اتفاق شوی دی.
ویل شوي، په ليدنه کې په چینايي وګړو د بريد غندنه شوې، په پېښه کې د ککړو کسانو منطقي انجام ته رسولو او ترهګرۍ ختمولو عزم څرګند کړل شوی دی.
په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله سيمه کې په يو قافله ځانمرګي بريد کې د چينايي وګړو ګاډی په نخښه شوی، پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو. د يادې پېښې وروسته پاکستان کې د چین سفارتخانې دغه پېښه د افسوس وړ بللې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه پلټنې وکړي په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي.
چين ویلي، پاکستاني چارواکي باید د چین د وګړو حفاظت لپاره موثره او عملي ګامونه پورته کړي.
له دغې وروسته بيا د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د امنيت دپاره غونډه کې ويل شوي وو، "د چينايي دوستانو، په ملک کې حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنو دپاره به ټول اقدامات کیږي".
د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د پوځ مشر جنرل عاصم منير او نورو لوړ پوړ چارواکو ګډون کړی وو.
د محسن نقوي سره په ليدنه کې علي امين ګنډاپور ویلي، په صوبه کې به پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې پياوړې کولی شي، او د دې مقصد دپاره به د يوې کوټلې تګلارې لاندې اقدامات کولی شي. ګنډاپور زياته کړې، خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ څخه تر ټولو زياته اغېزمنه شوې ده.
په 16م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته پاکستان بيا په 18مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو طالبانو دغه بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د فرورۍ په مياشت کې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو بلوچستان صوبه کې زياتې شوي او په ملک کې د امنيت مجموعي صورتحال د جنورۍ څخه بدل نه وو.
پيکس د فرورۍ په میاشت کې شوو حملو او ترهګرۍ د پېښو په اړه جاري کړي رپورټ کې ويلي، په ټول ملک کې په 97 حملو کې 87 کسان وژل شوي او 118 ژوبل شوي وو.
Forum