د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روس له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي په دوحه کې د افغانستان په اړه پر درېیمه غونډه یې له ملګرو ملتونو سره خبرې روانې دي او کله چې ددې غونډې ایجنډا او ترکیب معلوم شي د ګډون په اړه به یې پرېکړه وکړي.
د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه د درییمې مشاورتې غونډې ڼیټه لا تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو لومړۍ یې د تېر 2023 کال په مې میاشت کې وشوه او دویمه یې د روان 2024 کال په فرورۍ کې وشوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د روسي فېډرېشن د صدر د ځانګړي استازي ضمر کابلوف له خولې ویلي، هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه هر ډول غونډه جوړېږي، باید د طالبانو حکومت هوکړه پکې اخیستل شوې وي:
"ښاغلي ضمیر کابلوف وویل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د [طالبانو] حکومت توافق ولري. ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلی."
د خبرپاڼې له مخې ضمیر کابلوف ویلي د نړۍ هیوادونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د طالبانو له حکومت سره د دوه اړخیزو میکانیزم له لارې اړیکې وپالي.
ددې وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د اپرېل پر 23مه پر ایکس لیکلي، د مولوي امیر خان متقي او ضمیر کابلوف په لیدنه کې د دوحې له غونډې سره سره د افغانستان او روس ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې شوي دي.
د وزارت ویاند وایي امیر خان متقي یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغاستان د استازې له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او ویې ویل:
"د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي او اوس په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا د کوم ځانګړي استازي اړتیا دې وي".
ضیا احمد تکل ویلي، امیرخان متقي د افغانستان او روس تر منځ د سیاسي اړېکو او سوداګرۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی، وایي متقي له روس سره د افغانستان اړیکې مهمې بللې او ټینګار یې کړی:
"متقي صاحب وویل، د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري".
د طالبانو د رئیس الوزرا یا وزیراعظم د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له ضمیر کابلوف لیدلي او دفتر یې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، روس د طالبانو حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتونکی دی.
د خبرپاڼې له مخې مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې چې د ماسکو فارمټ په غونډو کې به د طالبانو حکومت استازي ته د افغانستان د رسمي استازي په توګه غړیتوب ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، خو په دویمه غونډه کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ګډون بلنه نه وه منلې او له دې کبله یې پکې برخه نه وه اخسیتې چې ویل یې دوی ته به پکې د افغانستان د یواځیني استازي حکومت په توګه برخه ورکول کیږي.
د ملګرو ملتونو په لومړۍ او دویمه غونډه کې د نړۍ د نورو هېوادونو او ادارو د استازو په ګډون ګڼ شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو هم ګډون کړی وو چې په هغوی کې ښځې هم شاملې وې.
ملګرو ملتونو د دویمې غونډې په اړه ویلي وو ددغې غونډې هدف په دې اړه بحث کول وو چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزوونکي سپارښتنو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغوونکي ډول نړیواله بوختیا زیاتېدلی شي.
ملګرو ملتونو ویلي وو د دوحې دویمه غونډه به افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړو استازو ته ددې فرصت ورکړي چې په یو ځای د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د حکومت د استازو په ګډون د اړوندو ښکېلو غاړو، مدني ټولنې د افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره بحث وکړي.
Forum