Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلسطینیانو په حق کې د مظاهرو وروسته د امریکې په کولمبیا یونیورسټي به انلاین کلاسونه ورکوي


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پولیس د یونېورسټۍ څخه د ۱۰۰ زیات د فلسطینیانو پلوه احتجاج کوونکي ګرفتار کړل. احتجاج کوونکو په غزه کې د اسرایل د چلند په ضد کېمپ لګولی و چې شفیق پولیس ته اجازت ورکړه چې کېمپ د لرې کولو دپاره عملیات وکړي او په دغه مهال ګرفتارۍ مظاهره چیان هم ونیول شوو
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پولیس د یونېورسټۍ څخه د ۱۰۰ زیات د فلسطینیانو پلوه احتجاج کوونکي ګرفتار کړل. احتجاج کوونکو په غزه کې د اسرایل د چلند په ضد کېمپ لګولی و چې شفیق پولیس ته اجازت ورکړه چې کېمپ د لرې کولو دپاره عملیات وکړي او په دغه مهال ګرفتارۍ مظاهره چیان هم ونیول شوو

د نیویارک ښار په کولمبیا یونېورسټۍ کې د فلسطينیانو په حق کې د مظاهرو وروسته به یونېورسټي د ګل، دوشنبې، په ورځ انلاین کلاسونه ورکوي او د یونېورسټۍ چارواکي امید کوي چې تېره هفته د اجتماعي ګرفتاریو وروسته به په کېمپس کې تاوتریخوالی کم شي.

د کولمبیا یونیورسټۍ مشرې نعمت منوشی شفیق د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ مخامخ په مخامخ د کلاسونه منسوخ کړی شوي دي او د دې په ځای به انلاین زدکړې ورکول کېږي.

شفیق په ورستیو ورځو کې د یونېورسټۍ په کېمپۍ د یهودیانو په ضد د نفرت او د ویرول کېدو د پېښو غندنه هم وکړه.

شفیق وویل داسې کسانو چې د کولمبیان سره تړون نه لري د خپلو مقاصد دپاره د تاوتریخوالی زیات کړی او بې ځایه ګټه یې ترې پورته کړې ده او پکار ده چې حالات بیا د سره سم کړی شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پولیس د یونېورسټۍ څخه د ۱۰۰ زیات د فلسطینیانو پلوه احتجاج کوونکي ګرفتار کړل. احتجاج کوونکو په غزه کې د اسرایل د چلند په ضد کېمپ لګولی و چې شفیق پولیس ته اجازت ورکړه چې کېمپ د لرې کولو دپاره عملیات وکړي او په دغه مهال ګرفتارۍ مظاهره چیان هم ونیول شوو.

د مقامي مطبوعاتو ترمخه د کولمبیا یونېورسټۍ او د دې سره تړلي د برنارډ کالج یهودي مذهبي مشر رېبای اېلي بيکلر شاګردانو ته په یو انلاین پېغام کې وویل چې یونیورسټي او د ښار پولیس د یهودي طالب علمانو د تحفظ ضمانت نه شي ورکولی.

بیکلر په وټس اېپ پېغام کې شاګردانو ته وویل دا خبره هغه دردوي چې ووايي چې ترڅو د کمېپس په حالاتو کې بهتري نه وي شوي طالب علمان دې په کورونو کې پاتې شي. هغه دغه پېغام د یهودیانو د مذهبي دستورې پېس اور د شروع کېدو نه مخکې د تېرې هفتې په اخېره کې شاګردانو ته ولېږلو.

په کولمبیا کې وروستي احتجاجونه په یونېورسټۍ کې ۵۰ کاله وړاندې د ويت نام جنګ خلاف د شویو مظاهرو یاد تازه کوي په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته په امریکا کې د هغو احتجاجونو لړۍ ده چې په مهال يې په نورو یونیورسټو او هوايي اډو کې ګډوډی رامنځته شوې او په مختلفو ښارونو کې لوی لارې تړل شوي دي.

د احتجاجونو ترڅنګ د انساني حقونو فعالان وايي د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې میاشتو کې د یهودیانو، عربانو او مسلمانو خلاف تعصب زیات شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG