په ځانمرګي بريد کې د چينايي وګړو د وژل کېدو وروسته د پاکستان د وزيراعظم صدر شهباز شريف په مشرۍ د امنيت دپاره غونډه کې ويل شوي، "د چينايي دوستانو، په ملک کې حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنو دپاره به ټول اقدامات کیږي".
د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د پوځ مشر جنرل عاصم منير او نورو لوړ پوړ چارواکو ګډون کړی دی.
ياده غونډه په داسې وخت کې شوې چې د مارچ په 26مه د شانګلې په بشام سيمه کې د چينايي انجينېرانو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی، داسو ډېم پله تلونکي پينځه چينايان او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.
د پېښې وروسته پاکستان کې د چین سفارتخانې دغه پېښه د افسوس وړ بللې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه پلټنې وکړي په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي.
چين ویلي، پاکستاني چارواکي باید د چین د وګړو حفاظت لپاره موثره او عملي ګامونه پورته کړي.
د برید وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانې ته ورغلی او د چین سفیر سره یې په دې پېښه خواخوږي ښودلې ده، وزیراعظم د چین سفیر ته باور ورکړی چې د پېښې په پلټنو کولو سره به په دې پېښه کې ککړو کسانو او د هغوي کومک کوونکو ته عبرتناکه سزا ورکول کیږي.
نن په اسلام اباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د امنيت د غونډې وروسته د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په خبري کانفرنس کې وويل، د امنیت په غونډه کې وويل شو چې د بشام د پېښې د پلټنو دپاره به ګډه کمېټي جوړول کيږي.
هغه وویل، دښمن د پاکستان او چين دوستۍ ته تاوان اړول غواړي، خو پوځ او امنيتي ادارې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې بوختې دي، د دښمن سازش به ناکامه کولی شي.
هغه زياته کړه، په غونډه کې وويل شو چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره يوه کلکه تګلاره جوړولی شي، پاکستان په خپله دفاع کولو پوهيږي او کوي به یې.
د پاکستان حکومتي او غېر حکومتي ادارې وايي، په هېواد کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي او ترهګرۍ خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې زیاتې ځپلې دي.
څیړونکي وايي، څو پورې ریاست د ترهګرۍ په ضد واضحه تګلاره نه وي جوړه کړې ترهګري به نوره هم زیاتېږي.
پاکستان انسټيټیوټ فار پيس اینډ سیکورټي سټدیز مشر عبدالله خان وايي، کوم حالات چې روان دي نو ښکاره ده چې ترهګري به نوره هم زیاتیږي، مثال یې دا دی چې کال 2023م دسمبر په مقابله د کال 2024م لومړۍ میاشت کې پاکستان کې ترهګري څلور فیصدي زیاته شوې ده او ویره ده چې دا به نور هم زیات شي.
د نوموړي په خبره، که دې ځلې ریاست د تحریک طالبان سره څه قسمه مذاکرات هم وکړي نو دا به د امن ضمانت په دې نه وي چې تحریک طالبان کې هم ډلې پیدا شوې دي او بلوچستان کې هم ځينې تنظیمونه ترهګرو کړنو کې لاس لري.
د پاکستان کورنيو چارو وزارت سېنېټ ته ويلي، چې د کال 2022م د مې نه تر کال 2023م اګست میاشت پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ 1500 نه زیاتې پیښې شوې وې او په دې کې زیاتره امنیتي ادارې په نخښه شوې وې.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال اورنګزېب خان شريک کړي دي)
Forum