Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 سیاسي مخالفینو که پوځ – پاکستان کې پخوا منتخب حکومتونه څنګه ختم شوي؟


Shahbaz Sharif , Asif Ali Zardari , Fazlur Rehman
Shahbaz Sharif , Asif Ali Zardari , Fazlur Rehman

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پر ضد هم د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو په ګډه په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحريک وړاندې کړی او تمه ده په راروانو ورځو کې به په دغې ووټنګ کيږي او دا به په ډاګه شي چې ايا مخالف ګوندونه د کاميابۍ سره مخ کيږي او که ناکامه کيږ.

د پاکستان په سياسي تاريخ کښې په کال ۱۹۸۹ کې په وړومبي ځل په قامي اسمبلۍ کې د منتخبې وزیراعظمې بېنظير بهټو پر ضد او بيا وروستو په کال ۲۰۰۶ کې د پاکستان دبل وزيراعظم شوکت عزيز خلاف په دوېم ځل د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو له لوري د بې باورۍ تحريک لپاره رایې ورکړل شوې وې خو دغه دواړه تحريکونه يا وړاندېزونه د ناکامۍ سره مخ شوي وؤ. د تحریک انصاف ګوند مشر او اوسني وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک د پاکستان د تاریخ دریم ځل دی چرته چې سیاسي مخالفین یا اپوزېشن ګوندونه د وزیراعظم د لرې کولو هڅې کوي.‌

پاکستان کې سياسي څيړونکي وايي د هېواد په سياست کې حکومت مخالفو سياسي ګوندونو ته دا موقعه چرته په لاس نه ده ورغلې چې يو منتخب حکومت د بې باورۍ دووټ د لارې ختم کړي. خو د پوځي حکومتونو او د ائين د ارټېکل ۵۸ ټو بي د لارې منتخب سياسي حکومتونه چې پکې د نواز شريف او د بېنظير بهټو دواړه حکومتونه شامل دي، د دې دواړو حکومتونه ددې د لارې غورځولی شوي وو

PAKISTAN-BHUTTO-OATH
PAKISTAN-BHUTTO-OATH

.

د پېښور پوهنتون د سياسياتو دشعبې استاذ پروفېسر ډاکټر عبدالروف وايي: "پاکستان کې ددې نه وړاندې د بې باورۍ تحريک دوه ځل وړاندې شوی دی خو دواړه ځل د ناکامۍ سره مخ شوی دی.دې نه مخکې د بېنظير بهټو خلاف د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی شوی ؤ خو ناکامه شو. د هغې نه پس د شوکت عزيز پر ضد د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی شوی و خو هغه هم د ناکامۍ سره مخ شو"

د پېښور پوهنتون د سياسياتو دڅانګې استاذه پروفېسر ډاکټر نورين نصير هم وايي د پاکستان په سياست کې داسې څه مثال نشته چې د عدم اعتماد ووټ د لارې يو منتخب حکومت غورځولی شوی وي.

Prevez Musharaf, former Pakistani president
Prevez Musharaf, former Pakistani president

هغه وايي: "د هغې غټه وجه دا ده چې دلته پوځي حکومتونه زيات پاتې شوي دي او ددې نه وړاندې ۵۸ ټو بي قانون ؤ. دا قانون به صدر استعمال کړو او قامي اسمبلي به يې تحليل کړه. تر دې چې د ۱۹۵۶ په ائين کې هم ائين سازه اسمبلي تحليل کړی شوه"

دنوموړې په وینا "بيا په ۱۹۶۲ کې فيلډ مارشل ايوب خان په خپله استعفی ورکړه او حکومت يې پرېښودو. کله چې ذوالفقار علي بهټو د حکومت واګې تر لاسه کړې نو هغه هم په ۱۹۷۷ کې اسمبلي ختمه کړه. بيا وروستو هم مونږ ګورو چې مخالفو ګوندونو ته دعدم اعتماد د تحريک چرته موقعه پېدا نه شوه په قومي ائين سازه اسمبلۍ يا صوبايي اسمبلۍ کې"

د وزیراعظم عمران خان پر ضد هم د مخالفه ګوندونو په لخوا د بې باورۍ په تحریک به په راروانو ورځو کې راېې اچول کیږي او دا به معلومه شي چې مخالفه سیاسي ګوندونه په عدم اعتماد کې کامیابیږي او که د پخوا په شان د ناکامۍ سره مخ کیږي.‌

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:57:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG