Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عارف علوي د پاکستان نوی صدر، د اېم اېم ای مولانا فضل الرحمان او د پیپلزپارټۍ اعتزاز احسن پاتې شول


 په صدارتي انتخاب د څلورو واړو صوبايي اسمبلیو او د پارلېمنټ غړي ووټونه اچوي
په صدارتي انتخاب د څلورو واړو صوبايي اسمبلیو او د پارلېمنټ غړي ووټونه اچوي

د پاکستان د صدر لپاره نني انتخاباتو کې د تحریک انصاف امیدوار عارف علوي په ٣٥٣ رایو بریالی شوی او د هغه سیال کانډیډان مولانا فضل الرحمان په ١٨٥ ووټونو دویم او د پیپلز گوند اعتزاز احسن په ١٢۴ ووټونو دریمه درجه پاتې شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف مخالف گوندونو په صدارتي انتخاباتو کې په اتفاق یو امیدوار د ودرولو دپاره کوښښونه کړي وو خو کامیاب نشول خو که چېرې کامیاب شوی هم وی نو د گټې امکان به یې کم و.

مولانا فضل الرحمٰن
مولانا فضل الرحمٰن

په صدارتي انتخاب د څلورو واړو صوبايي اسمبلیو او د پارلېمنټ غړي ووټونه اچوي.د نهې، سه شنبې، په ورځ په صدارتي انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف امیدوار عارف علوي د حزب د دواړو امېدوارانو د اجتماعي ووټونه نه زیاتې رای واخیستلې او کامیاب شو.

په پاکستاني مطبوعاتو کې د صدارتي ووټونو د رپورټ شویو شمېرو ترمخه عارف علوي ٣٥٣ ووټونه واخیستل او بریالی شو.

د پاکستان مسل لیگ (ن) په ملاتړ د متحده مجلس عمل صدارتي امیدوار مولانا فضل الرحمان ١٨٥ او د پاکستان پیپلزپارټۍ امیدوار اعتزاز احسن ١٢۴ ووټونه ترلاسه کړل.

په صدارتي انتخاباتو کې د پارلېمنټ ۴۴٦ غړي، د سند اسمبلۍ ١٦٨، د پنجاب ٣٧١، د بلوجستان ٦٥ او د خېبرپښتونخوا ١٢۴ غړي ووټونه اچوي خو د صوبايي اسمبلیو د غړو تناسب یو رنگ وي.

اعتزا احسن، د تصویر په مرکز کې
اعتزا احسن، د تصویر په مرکز کې

په سند کې عارف علوي ٢٢ او اعتزاز احسن ٣٩ ووټونه ترلاسه کړل او مولانا فضل الرحمان ته یو ووټ هم ور نکړی شو.

په پنجاب کې عارف علوي ٣٣، فضل الرحمان ٢٥ او اعتزاز احسن یو ووټ ترلاسه کړو. په بلوچستان کې د پي ټي ايي امیدوار ۴٥، د ایم ایم ای امیدوار ١٥ او د پیپلز پارټۍ امیدوار یو ووټ هم ترلاسه نکړی شو.

د نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه د نهې، سه شنبې، په ورځ سهار د لسو بجو نه شروع شول او تر د مازديګر څلورو بجو پورې جاري وو.

د پاکستان د موجوده صدر ممنون حسېن د صدارت موده په اتم ستمبر سر ته رسي او ويل شوي نوی صدر به په نهم ستمبر سوګند پورته کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG