Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چینایانو له برید وروسته پاکستان بیا د طالبانو له حکومته غوښتي د ټي ټي‌ پي مشران باید ور وسپاري


پاکستان د پښتونخوا په شانګله کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینایي انجنېرانو له وژل کېدو وروسته یو ځل بیا تور لګولی دی چې ټي ټي پي اؤ نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شانګلې په برید کې د چینایي وګړو پر وژل کېدو افسوس کړی او د چین او پاکستان له حکومتونو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. وزارت دا ډول پېښې د سیمه ییزې همکارۍ د کمزوري کولو هڅه ګڼلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت نه خپله دا غوښتنه بیا تکرار کړې ده چې هغوي باید په افغانستان کې پټ د ټي ټي پي قیادت پاکستان ته وسپاري.

د سه شنبې یا نهې په ورځ د یو پاکستاني ټي وي "آج" سره په خبرو کې د خارجه دفتر ویاندې وویل "موږ د افغان حکومت سره د هغو ترهګرو ډلو په اړه زیات شواهد شریک کړي چې په بېلابېلو موقعو یې پاکستان کې ترهګري کړې ده".

هغې وویل څو ورځې وړاندې چې د حافظ ګل بهادر ډلې پاکستان کې ترهګریز برید کړی د هغې په اړه مو هم شواهد افغان دولت ته ورکړي دي.

د طالبانو حکومت کې څوک د پاکستان خلاف دي؟:

اغلې بلوچ وویل موږ"افغان حکومت کې د شاملو هغو کسانو په اړه هم افغان طالبانو سره خبرې کوؤ چې د پاکستان خلاف دي"، خو هغې بیا نومونه وانه خستل چې د طالبانو حکومت کې کوم مشران د پاکستان خلاف دي؟

د خارجه دفتر ویاندې وویل دا یوازې پاکستان نه بلکې نړیواله ټولنه هم وایي چې د افغانستان دننه ترهګرې ډلې ځالې لري، د ټي‌ ټي پي مشران دي پکې، اؤ ددې سربېره نورې هم ډېرې ترهګرې ډلې هلته شته.

وي او ای ډیوه د ممتاز زهره بلوڅ د تورونو په اړه د افغان طالبانو دح کومت د نظر معلومولو لپاره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سره د ټیليفون له لارې تماس ونیولو خو هغه د خپل نظر څرګندولو نه ډډه وکړه او ویې ویل "موږ د وایس اف امریکا سره همکاري نه لرو اؤ مقاطعه لرو نو له دې امله خپل نظر درسره نه شو شریکولی".

خو تر دې د مخه ذبیح الله مجاهد پخپلو بېلابېلو څرګندونو کې د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي چې ګنې ټي ټي پي یا نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ ویلي یې دي ترهګري د پاکستان خپله ستونزه ده اؤ حل یې باید د خپل کور دننه ولټوي.

په 16م مارچ اسلام اباد کې راجوړې شوې یوه مباحثه کې د خبرو په مهال افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دعوه کړې وه چې د یوې اندازې له مخې دا مهال افغانستان کې د ټي ټي پي د پینځوؤ زرو نه نیولي تر شپږو زرو وسله وال شتون لري اؤ ویلي یې وؤ که دهغوي د کورنیو غړي هم په دې شمېره کې وشمیرل شي نو بیا یې شمیره 70 زرو ته رسیږي.

دغه مباحثې ته خپله وینا کې سیاسي څېړونکي اؤ سیاستوال افراسیاب خټک ویلي وؤ د کمزوري اقتصاد اؤ تندلاریتوب په ګډون د پاکستان زیاتره ستونزې د افغانستان لپاره د پاکستان د تګلارو زېږنده دي.

هغه ویلي وؤ چې د ناورین نه وتلو لپاره ضروري ده چې پاکستان خپله افغان پالیسي بدله کړي اؤ د ماضي تېروتنې قبولې کړي.

خارجه ویاندې وویل افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه پاکستان د طالبانو د حکومت سره هم خبرې کړې دي اؤ د پاکستان چین اؤ افغانستان درې فریقي فورم کې هم په دې اړه خبرې اترې شوې دي.

هغې وویل "افغانستان موږ ته په هره موقعه باور راکړی دی چې هغوي به ددغو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه اخلي،موږ هیله لرو چې کومې ژمنې هغوي زموږ اؤ نړیوالې ټولنې سره کړي دي هغه به پوره کړي اؤ د ترهګرو ډلو په ضد به اقدام وکړي"

ممتاز زهره بلوچ وویل، اوس ددې (ترهګرو ډلو) په ضد اقدام ځکه ضروري شوی دی چې هم ددې ترهګرو ډلو په وجه د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ یو اندېښمن وضعیت رامنځته شوی چې موږ ته یې په ګډه حل راویستل دي.

افغانستان سره تجارت :

افغانستان ته د پاکستان د تجارت د مرستیال وزیر په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر په اړه خارجه ویاندې وویل، دا سفر له مخکې ټاکل شوی ؤ، دتجارت لپاره زمینه هغه مهال برابریدلی شي چې د ترهګرۍ په پېښو قابو وموندل شي اؤ ددې لپاره به افغانستان ته ځېنې ګامونه اخستل وي.

د هغې په خبره" تر ټولو اړین ګام خو دادی چې هغوي (افغان طالبان)باید ددې ترهګرو ډلو په ضد اقدام وکړي، د ټي ټي پي‌ د قیادت په اړه هم زموږ غوښتنې دي،هغوي دې پاکستان ته وسپارل شي"

مېرمن بلوچ زیاته کړه کومو خلکو چې پاکستان کې ترهګري کړې ده اؤ افغانستان ته تلل دي هغوي باید د طالبانو حکومت پاکستان ته ورکړي "موږ به ګورو چې د طالبانو حکومت په څومره موثره توګه دا ګامونه اخلي"

ټي ټي پي سره له مذاکراتو انکار:

ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې ویاندې وویل"دا خبره باید واضحه وي چې پاکستان د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کوي اؤ نه کوم مذاکرات په پام کې لري،دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ کې کومې خبرې کیږي د هغې په ایجنډه کې دا (ټي ټي پي سره مذاکرات) شامل نه دي"

هغې زیاته کړه .نه خو موږ دې ترهګرو ډلو سره د مذاکراتو اراده لرو اؤ نه هم د کوم دریم فریق له لارې هغوي سره د مذاکراتو اراده لرو.

پاکستان نه د افغان کډوالو د شړلو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د خارجه دفتر ویاندې وویل پاکستان‌ پخپله خاوره کې په ناقانونه ډول میشت خلکو ته وړاندیز کړی ؤ چې څوک بېرته ستنېدل غواړي هغوي دې لاړ شي ، 90 فیصدي کسان پخپله لاړل موږ څوک مجبوره کړي نه دي .

هغې وویل کوم خلک چې پخپله تللي دي هغوي دا ګټه کړې ده چې که بیا پاکستان ته راتلل وغواړي نو د زحمت سره به نه مخ کیږي.

تېره ورځ د خېبر پښتونخوا شانګله سیمه کې د چینایي انجنیرانو په ګاډي شوي ځانمرګي برید کې د پینځوؤ چینایي وګړو د وژل کیدو په اړه ممتاز زهره بلوچ وویل دا ترهګریز بریدونه هغه څوک کوي چې د پاکستان دښمنان دي، دپاکستان اؤ چین د دوستۍ دښمنان دي اؤ د سي پيک په اساس کې چې ملک ته کومه خوشحالي اؤ سوکالي راځي دهغې دښمنان دي.

هغې وویل پاکستان کلک هوډ لري چې ددغسې ترهګرو ډلو خلاف به سخت اقدام کوي اؤ هیچاته به هم د پاکستان اؤ چین په دوستۍ کې د خنډانو راولاړولو اجازه نه ورکوي.

  • فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG