Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان په ضد د بې باورۍ تحریک: په قامي اسمبلۍ کې د کوم ګوند څومره څوکۍ دي؟


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د 172 شمیر ه پوره کولو لپاره د وزیراعظم عمران خان واکمن تحریک انصاف او د هغه درې مخالف ګوندونه پاکستان مسلم لیګ (نون)، پاکستان پیپلز ګوند او متحده مجلس عمل د 155 څوکیو سره سر په سر دي، دواړه فریقین د بې باورۍ په تحریک کې د لاس بري لپاره نورو ګوندونو ته محتاجه دي.

د 342 غړو په ايوان کې د وزیراعظم د څوکۍ لپاره د 172 ووټونو یا د رایو ضرورت وي.

تېرکال د 342 غړیو د ایوان نه په دویم ځل د اعتماد په رایو کې ښاغلي خان 178 اخستې وې، وزیراعظم ته د ساده اکثریت لپاره د 172 رایو ضرورت وي.

د عمران خان په ضد د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د هغه مخالفینو د بې باورۍ تحریک سره سم د غړیو په شمېر او د هغويي په ممکنه وفا او جفا بحثونه پیل شوي.

د وزیراعظمۍ د سوګند اخستلو په وخت دعمران خان سره د خپل ګوند د غړیو په شمول ټولې 181 څوکۍ وې
دا ځل به عمران خان د ځان په ضد د بې باورۍ په تحریک کې ماتې وخوري که بریالی به شي لا په ډاګه نه ده خودا وخت په ظاهره دواړه خواوې د بري په هکله دعوې کوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې دا وخت د ګوندونو د څوکو شمېر څه په دا ډول دی:

پاکستان تحریک انصاف 155

پاکستان مسلم لیګ نواز 84

پاکستان پیپلز ګوند 56

متحده مجلس عمل پاکستان 15

متحده قومي مومېنټ پاکستان 7

پاکستان مسلم لیګ (ق) 5

بلوچستان عوامي پارټي 5

بلوچستان نېشنل پارټي 4

ازاد 3

ګرېنډ ډیموکریتېک الاینس 3

عوامي مسلم لیګ پاکستان 1

عوامي نیشنل پارټي 1

جمهوري وطن پارټي 1

نېشنل ډیموموکرېټک مومېنټ 1

د حکومت خلاف د عدم اعتماد د ووټ ورکونکو په ښکاره مخالفینو کې پاکستان مسلم لیګ نواز، پاکستان پیپلز ګوند، متحده مجلس عمل، بلوچستان نیشنل ګوند، عوامي نیشنل ګوند، جمهوري وطن پارټي او نېشنل ډیموکریټک مومېنټ شامل دي.

د عمران د ګوند نه علاوه د هغه سره په ښکاره ولاړو ګوندونو کې دا وخت عوامي مسلم لیګ پاکستان ګوند پاتی دی چې ېواځې یوه څوکۍ لاري.

د ګرینډ ډیموکزیټک الاینس فهمیده مرزا د عمران خان سره ښکاره ولاړه ده خو پاتې دوه غړي یې لا غلي پاتې دي.

متحده قومي مومېنټ، پاکستان پاکستان مسلم لیګ ق، بلوچستان عوامي پارټي، درې ازادو، لا ددې لیک د خپرېدلو پورې پرېکړه نه ده کړې. ددې ګوندونو سره د دواړو فریقینو مذاکرات روان دي.

د مسلم لیګ ق ګوند په هکله د تحریک انصاف ځیني غړیو دعوا کړیده چې د حکومت د ملاتړ فیصله یې کړیده او پنجاب صوبه کې به ورته د اعلا وزیر څوکۍ ګټلو کې کمک کوي.

په درې ازادو کې یو د جنوبي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر هم دی. خو دا وخت د کراچۍ په جیل کې دی. د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ نن د علي وزیر عکس د هغه په څوکۍ اېښودلی ؤ. تمه ده هغه د رایو په ورځ ایوان ته د سپیکر په ځانګړي امر بوتلل شي.

ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط د قامي اسمبلۍ یو غړي وویل که چري سپیکر دغه امر او نه کړلو نو د سنده حکومت علي وزیر په ځانګړي ضمانت خوشي کولی شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کۍ د مختلفو سیاسي ګوندونو د چوکیو شمېره په دې ګراف کې ښودل شوي ده
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کۍ د مختلفو سیاسي ګوندونو د چوکیو شمېره په دې ګراف کې ښودل شوي ده

  • رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG