Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د پوځ لخوا د پولیسو ډبول کېدو پېښې ته د پلټنو ګډه ډله جوړه کړل شوې ده


punjab police
punjab police

د پنجاب حکومت په بهاولنګر سیمه کې د پوځ اؤ پولیسو تر منځ د رامنځته شوې شخړې د پلټنو لپاره ګډه پلټنیزه ډله (جی آي ټي) جوړه کړې اؤ د هغې اعلامیه یې هم خپره کړې ده .

هر څو که دپاکستان پوځ اؤ د پنجاب پولیسو مشر یا آي جي پخپلو بیلا بیلو بیانونو کې دې پېښې ته د پوځ اؤ پولیسو د جنګولو د سازش نوم ورکړی خو په ټولنیزو رسنیو د پوځ لخوا د پولیسو په ډبول کېدو د نیوکو لړۍ لا هم دوامداره ده.

په اتم اپریل په ټولنیزو رسنیو داسې ګڼ شمیر ویډیوګانې مخې ته راغلې وې چې پکې لیدل کیدل پوځیان په بهاولنګر سیمه کې د پولیسو په تاڼه ورختلي اؤ په ځېنو نورو سیمو کې یې هم د پولیسو ځوانان وهلي ټکولي دي.

ددغه پېښې نه وروسته په ټولنیزو رسنیو داسې ویډيوګانې مخې ته راغلې چې د پنجاب پولیس یو عسکر پکې په احتجاجي ډول خپله وردي سیزي اؤ د پولیسو د نوکرۍ پرېښودو اعلان کوي.

په یوه بله ویډیو کې د پولیسو یو اسسټننټ سب انسپکټر وایي چې پوځیانو هغه وهلی اؤ حتی پرتوګ یې ترې هم ویستلی دی خو ددې ویډيوګانو د اصلیت په اړه لا هیڅ تصدیق نه دی شوی.

د پنجاب پولیسو مشر ډاکټر عثمان پخپل یو ویډیو بیان کې په سوشل میډیا ځینې خپرې شوې ویډیوګانې جعلي اؤ د تېرو وختونو بللي دي اؤ ویلي یې دي چې دې پېښه کې د پولیسو نه هم ځېنې تېروتنې شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو د پنجاب په حکومت اؤ د پولیسو په مشر نیوکې کیدلې چې ددې پېښې په اړوند یې خپلې شونډې ګنډلي خو کله چې پوځ په ۱۳م اپریل ددې پېښې په اړوند بیان خپور کړو چې د يادې پېښې د حقايقو معلومولو دپاره به پوځ او پوليس ګډې پلټنې کوي نو له هغې وروسته آي جي ډاکټر عثمان هم پخپل یو ویډیو بیان کې وویل چې له قصده څو ورځې غلی ؤ اؤ په پولیس ځوانانو یې غږ وکړو چې زړه مه وهئ خپلو دندو ته دوام ورکړئ.

تېره ورځ د پنجاب حکومت هم ددې پېښې د پلټنو لپاره د یوې ګډې پلټنیزې ډلې د جوړولو اعلامیه خپره کې ده چې ددغه اعلامیې له مخې د پنجاب د کورنیو چارو ځانګړی سیکرټري فضل الرحمان به د پلټنو د ډلې مشر وي .

په اعلامیه کې ویل شوي چې د بهاولپور کمشنر نادر چټه اؤ د اسپیشل برانچ ډي آي جي فیصل راجه به هم د جی آي ټي غړي وي اؤ ددې ترڅنګ به په دې ډله کې د آي ایس آي اؤ آي بي یو ، یو استازی هم شامل وي.

د پنجاب پوليس او ځايي مطبوعاتو ترمخه، ياده شخړه په اتم اپرېل پيل شوې، پوليسو د يو تن (چې پوځي وو) په کور چاپه وهلې، بيا د پوځيانو په پولیس ‏تاڼه ورتلو او پوليسو وهلو ټکولو ويډيوز په ټولنيزو رسنيو خپرې کړل شوې وې.‏

د پنجاب پوليسو د يادې پېښې په تړاو دوه مقدمې درج کړي يوه په اتم اپرېل او بله په لسم اپرېل، چې پوليس په ګشت وو دوه کسان یې ليدلي يو یې ‏نيولی تماچه یې ترلاسه کړې، بل ترې يو کور ته تښتېدلی، د محمد خليل نومې تن کور والو بيا د پوليسو مزاحمت کړی، پوليس يې يرغمال کړي بيا نور ‏پوليس راغلي، او هغه یې راخوشي کړي وو.‏

د پوليسو په وینا پوليسو بيا ځينې کسان نيولي، خو د قانون ترمخه په ‏‎24‎‏ ساعتونو کې یې عدالت ته نه دي وړاندې کړي ځکه د هغو پرضد بله مقدمه درج ‏شوې وه.‏

د پاکستان پوځ ویلي، په وروستيو کې د پنجاب په "بهاولنګر کې يوه افسوسناکه پېښه شوې، کومه چې د پوځ او پوليس په ګډو هڅو زر هواره کړل شوې ‏ده".‏

پوځ ويلي شخړه د هوارېدو باوجود "د ناوړه مقصدونو لرونکو ځينې ډلو لخوا په ټولنيزو رسنيو زهريلا پروپېګنډا شوې چې د رياستي ادارو او حکومتي محکمو ‏ترمنځ تقسيم جوړ کړل شي".

د پنجاب پوليسو مشر (آی جي) عثمان انور هم ويلي، دغه پېښې ته په ټولنيزو رسنيو داسې رنګ ورکړل شوی چې ګنې د پوليس او پوځ ترمنځ ټکراو ‏شوی دی.‏

هغه هم ویلي، د پېښې د حقيقت او اصل زمه وارو معلومولو دپاره د پوليس او پوځ ګډه کميټي جوړه کړل شوې او پلټنې یې پيل کړي دي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG