Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ قومي اسمبلي بحال کړه، د نوو انتخاباتو دپاره صدارتي امر یې رد کړو


د پاکستان سپریم کورټ د وزیراعظم عمران خان خلاف په قومي اسمبلۍ کۍ عدم اعتماد تحریک ردېدل او د قومي اسمبلۍ د ماتولو او د نوو انتخاباتو دپاره صدارتي امر غیري اییني ګامونه وبلل.

د سپریم کورټ مشر جج جسټس عمر عطا بندیال د پېنځه کسیزه ډلې یا بېنچ په مشرۍ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ متفقه فېصله کې وزیراعظم او د وفاقي کابېنې د بحالۍ امر هم وکړو.

سپریم کورټ د قومي اسمبلۍ ورستۍ غونډه د ځنډولو دپاره د سپیکر امر رد کړو او امر یې وکړو چې د اسمبلۍ نوي ناسته دې د اپرېل په نهمه نېټه راوبلل شي او د اپرېل د دریمې نېټې دنده چې نېمګړې پاتې شوي وه سرته دې ورسوول شي.

د اپرېل په دریمه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد قرارداد رد کیدو وروسته صدر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې وه-

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو د مارچ په ۲۸مه نیټه په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان په ضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی و او د اپریل په ۳مه په قرارداد د ووټنګ په ورځ د قانون وزیر فواد چوهدري په اسمبلۍ کې خپل تقریر کې د عدم اعتماد تحریک بهرنی سازش وبللو او د دې وروسته د قامي اسمبلۍ ډپټي اسپیکر قاسم سوري دغه تحریک یا قرارداد رد کړو.

سپریم کورټ په خپل سر د ډپټی سپیکر په فېصله مقدمه شروع کړې وه او د سپریم کورټ پېنځه کسیزه ډلې یا بېنچ چې مشري یې د عدالت مشر جج جسټس عمر عطا بندیال کوله تر پېنځو ورځو پورې د مقدمې اورېدل وکړل.

مخالف ګوندونه دبهرني سازش تورونه ردوي او وایي د بې باورۍ د تحریک څخه بچ کیدو د پاره حکومت دقامي اسمبلۍ دماتولو دغه ګام پورته کړی دی چې د ایین او قانون سره غداري ده-

په سمدستي ډول دا نه وه معلومه چې د سپریم کورټ په فېصله د عمران خان او یا د هغه د ګوند غړو څه دریځ و.

  • وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG