Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې دوه ټیلیویژنونه بند کړل، د خبریالانو تنظیم دا د رسنیو د قانون خلاف کار ګڼلی


په افغانستان کې د خبریالانو تنظیمونو د طالبانو د حکومت په امر د دوو شخصي ټیلیویژنونو د فعالیتونو پر ځنډېدلو ژوره اندېښنه ښکاره کړې، وایي دا به په هېواد کې ازادې رسنۍ لا محدودې کړي. دوی دا پریکړه د رسنیو د قانون خلاف ګڼلې او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې کمیشن د سه شنبې- نهې په ورځ په یوه پرېکړه کې د «نور» او «بریا» په نومونو د دوو شخصي ټیلیویژنونو فعالیت د عدالت د پرېکړې د اعلان تر وخت وځنډاوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اپریل پر 17مه په یوه بیان کې ددغه کمیشن دا اقدام د هیواد د عامه رسنیو د قانون خلاف او د خپلواکو رسنیو د لا محدودېدلو هڅه ګڼلې ده.

د خبریالانو. مرکز ددغې پرېکړې د بیرته اخیستو او له قید او شرط پرته ددغو دوو رسنیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز ویلي د عامه رسنیو د قانون له مخې د افغانستان هر وګړی او سیاسي ګوندونه د رسنیو د پرانیستلو او فعالولو حق لري، وایي د دې قانون له مخې رسنۍ په خپلو مسلکي چارو کې خپلواکې دي او په کار نه دي چې چارواکي د هغوی کارونه محدود کړي او یا يې وګواښي.

د طلوع نیوز مشر او د رسنیو د شکایتونو د ارزونې کمیشن غړي ذبیح الله سادات د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، د «نور» او «بریا» ټیلیویژنونو د کار له کتلو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د دواړو رسنیو فعالیت "د رسنیو له اصولو د سرغړونې" او د " افغانستان له ملي ګټو" سره د ټکر له امله وځنډول شي.

سادات ویلي ددغه کمیشن د پرېکړې له مخې د عدالت تر پرېکړې به دغه دوې رسنۍ تړلې پاتې شي.

ښاغلي سادات ویلي، د «نور» ټیلیویژن خلاف تورونو کې د موسیقۍ خپرول او د خپرونو په وخت د هغوی د ښځینه کارکوونکو ماسک نه اغوستل شامل وو.

هغه ویلي د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیشن د «بریا» ټیلیویژن دا کار هم د رسنیو له قانونه سرغړونه ګڼلې چې "د طالبانو د حکومت او امریکا تر منځ اړیکو" په اړه د حزبِ اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې یې خپرې کړې وې.

دغه مرکز په خپل بیان کې ویلي، "هغه څه چې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیشن ددغو دوو رسنیو له خوا د رسنیو له قانونه سرغړونه یاده کړې، په حقیقت کې د رسنیو د قانوني حقونو یو جز دی".

ددغو دوو ټیلیویژني رسنیو چارواکو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو د حکومت د رسنیو د شکایتونو د ارزونې کمیشن له پرېکړې وروسته ددغو دواړو ټیلیویژنونو دروازې بندې شوې دي.

«نور» ټیلیویژن د صلاح الدین رباني جمعیت اسلامي ګوند په 2007م کال کې په کابل کې پیل کړی وو او «بریا» ټیلیویژن د ګلبدین حکمتیار حزبِ اسلامي په 2017م کال کې په کابل کې پیل کړی وو.

طالبانو په داسې مهال د دغو ټیلیویژنونو فعالیتونه ځنډولي، چې حکومت یې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت هم بند کړی دی. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څه موده مخکې د «حزب» ټکي کارول هم "جرم" بللی وو.

د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته طالبانو د رسنیو پر فعالیتونو بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي دي. د بې پولې خبریالانو تنظیم په خپل یو رپوټ کې ویلي د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د 547 رسنیو څخه اکثریت بندې شوې دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې له 2021م کال راهیسې په افغانستان کې تقریباً 8000 خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېیښي او یا بې کاره شوي دي چې وایي په هغوی کې اتیا فیصده یې ښځې دي. تر طالبانو مخکې 12000 کسانو په دې برخې کې کار کاوه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG