Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ګڼو پښتنو شخصیاتو ته په بېلابېلو څانګو کې په غوره خدمتونو ملي جایزې ورکړل شوې


پاکستان کې نن په ۲۳م مارچ د ژوند بیلابیلو څانګو کې په غوره خدمتونو ترسره کولو 397 کسانو ته ملي جایزې یا ایوارډونه ورکړل شوي دي چې په دې کې د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان سره تړاؤ لرونکو ګڼو پښتنو شخصیاتو هم دا ملي جایزې ترلاسه کړي‌ دي.

د ایوارډونو د وېش مرکزي دستوره په ایوان صدر اسلام اباد کې ترسره شوې چې پکې صدر اصف علي زرداري په مختلفو شخصیاتو ملي جایزې وویشلې.

د پېښور په ګورنر هاوس کې هم د خالي یا یکشنبې په ورځ د ملي جایزو د ویش دستوره ترسره شوې چې پکې د صوبې ګورنر حاجي غلام علي په ګڼو شخصیاتو ملي ایوارډونه وویشل.

په فلمونو اډ ډرامو کې په غوره اداکارۍ ښاغلي عجب ګل اؤ عشرت عباس ته صدارتي ایوارډونه ورکړی شول اؤ د ادب په څانګه کې په غوره خدماتو دغه ملي جایزه اسیر منګل ته ورکړل شوه.

همایون خان ته په سندرو اؤ ګل خیل ته په ښه رباب غږولو صدارتي ایوارډونه ورکړل شوي دي.

هم دا شان باطن فاروقي ته په اداکارۍ، الماس خلیل ته په سندرو،اؤ دانش اتلس ته د اسکواش لوبه کې په غوره خدماتو د امتیاز تمغې ورکړل شوې.

عزیز اعجاز ته د غوره پروډیوسر ، امجد عزیز ملک ته د غوره صحافي اؤ جهانزیب ملک ته د غوره مصور په توګه د امتیاز تمعې ورکړل شوې.

د بلوچستان په ګورنر هاوس کې هم د ملي ایوارډونو د ویش دستوره ترسره شوې چې پکې قایمقام یا سرپرست ګورنر عبدالخالق اڅګزي ښاغلیو عبدالکریم بریالي،لال جان جعفر اؤ عبدالقدوس بزنجو ته د امتیاز تمعې ورکړې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG