Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسټرېلیا کې په عیسايي مذهبي مشر د ۱۶ کلن هلک د چاقو ګزارونه د ترهګرۍ حمله بلل شوې


د سېډني په اېسیرین ارتوډاکس چرچ یا کلیسا کې د حملې په وډیو کې لیدل کېږي چې یو تن د بېشپ مار ماري اېمېنوېل په لوري ورځي، په هغه څو وارې ګزارونه کوي او بیا يې نور خلک قابو کړي
د سېډني په اېسیرین ارتوډاکس چرچ یا کلیسا کې د حملې په وډیو کې لیدل کېږي چې یو تن د بېشپ مار ماري اېمېنوېل په لوري ورځي، په هغه څو وارې ګزارونه کوي او بیا يې نور خلک قابو کړي

د اسټرېلیا د سېډني ښار په یوه کلیسا کې په عیسايي مذهبي مشر د ۱۶ کلن هلک د چاقو ګزارونه چارواکي د مذهبي انتهاپسندۍ حمله بللي او وايي په عالمي کچه د مذهبي تندروۍ جاج اخیستلو دپاره به د نړیوالو امنیتي ادارو سره په شریکه کار کوي.

په بېشپ یا عیسايي مذهبي مشر د ګل، دوشنبې، په ورځ حمله په داسې حال وشوه چې د هغه خطبه په ژوندۍ بڼه نشر کېدله. د بېشپ نه علاوه ګڼ شمېر نور کسان هم زخمیان شول.

په کلیسا کې موجودو کسان ۱۶ حمله کوونکي قابو او پولیس ته حواله کړو. پولیس حمله ترهګري بلي.

تفتیش کوونکي ګڼي چې حمله د مذهبي انتهاپسندۍ په بنیاد شوې ده. د اسټرېلیا استخباراتي ادارې به په عالمي کچه د انتهاپسندۍ خطر د جاج اخیستلو دپاره د فایو اییز نومې امنیتي اتحاد چې په کې کېنېډا او امریکا شامله ده په شریکه کار کوي.

د سېډني په اېسیرین ارتوډاکس چرچ یا کلیسا کې د حملې په وډیو کې لیدل کېږي چې یو تن د بېشپ مار ماري اېمېنوېل په لوري ورځي، په هغه څو وارې ګزارونه کوي او بیا يې نور خلک قابو کړي.

د کلیسا نه بهر قهرجن خلک جمع شوي وو، پولیس سره يې جنګونه وکړل او غوښتنه يې کوله چې حمله کوونکی دې بهر راويستل شي. مذهبي مشرانو د امن غوښتنه کړې ده.

د اسټرېلیا وزیراعظم اېنتني البنیز په ولس د پرامنه اوسېدو غږ وکړو او ويې وېل په ټولنه کې د تشدد او د انتهاپسندۍ ځای نشته، اسټرېلیا امن پسند قوم دی او دا وخت د نفاق نه بلکې د ټولنې د یوځای کېدو دی.

البنیز به د نهې، سه شنبې، په ورځ د قومي سلامتیا د مشیرانو نه هم لیدل.

په کلیسا کې د حملې نه څو ورځې مخکې د سډني په شاپنګ سېنټر کې شپږ کسان د چاړه په حمله کې وژل شوي دي. حمله کونکی چې ذهني ناروغۍ یې لرلې، پولیس وژلی دی. په شاپنګ مال کې د تشدد پېښه ترهګري نه ګڼل کېږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG