Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: اسرايل ضرورت نه لري چې د ایران پرضد جوابي کارروايي وکړي


د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په ځانګړې غونډه کې د اسرایل سفیر هغه ویډیو ګډون والو ته ښودلې چې پکې د ایران لخوا اسرایل ته ویشتل شوي میزایلې او ډرون ښودل شوي.
د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په ځانګړې غونډه کې د اسرایل سفیر هغه ویډیو ګډون والو ته ښودلې چې پکې د ایران لخوا اسرایل ته ویشتل شوي میزایلې او ډرون ښودل شوي.

په اسرايل د ايران د ډرون او ميزايل بريدونو وروسته په واشنګټن کې لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي چې په منځني ختيځ کې جګړه پراخه نه شي.‏ د اتوار/ يکشنبې په ورځ ماسپښين يو امریکايي لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبريالانو ته ويلي، "دلته ځينې نتيجې ضرورت لري".‏

چارواکي ويلي، د امریکې صدر جوبايډن د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو سره په تازه خبرو کې "ښکاره ویلي مونږ چې څه کوو د شخړې د خطرو ‏سېوا کولو" په ځانګړي ډول تګلاره او احتياط پکار دی.‏ د اسرايل چارواکي ايران ته د جواب ورکولو ټينګار کوي خو د اسرايل د جنګ کابينه په څرګنده وېشلې ښکاري چې جواب څنګه او کله پکار دی.‏
که اسرايل جوابي کارروايي کوي، دا به یې يواځې کړي.‏

امریکايي چارواکي وايي، "مونږ به په داسې کولوپه خپله برخه نه اخلو" نوموړي د ايران حملې ته په غبرګون ويلو کې د امریکې د برخې اخستو پوښتنې ته ‏په ځواب کې دغه خبره کړې ده.‏ د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ترمخه، د ايران لخوا په اسرايل د شوو "‏‎ 300‎‏ نه زيات ډرون او ميزايل حملو" د اسرايل، امریکې او نورو ‏همکارانو لخوا په شا تمبول "غټه پوځي کاميابي" وه.‏

د امریکې مرکزي کمانډ ويلي، د امریکا په ملاتړ يورپي کمانډر د خالي او اتوار په سهار یې په کاميابۍ سره د ايران او يمن لخوا په اسرايل د ‏‎80‎‏ نه زیات ‏يو اړخيزه هوايي بريدونه او لږ تر لږه شپږ بېلسټک ميزايلې تباه کړي دي.‏
د امریکې د د دفاع وزير لويډ اسټين د اتوار په ورځ ناوخته ويلي، چاودېدونکي ډرون او ميزايلې د ايران د خاورې، عراق، شام او يمن څخه شوي دي.‏

اسټين ویلي، "مونږ په ايران غږ کړی چې سمدستې نورې حملې ودروي، بشمول د خپلو د خپل پراکسي ځواک، او کړکېچ راکم کړي"، هغه زياته کړې، "مونږ ‏د ايران سره شخړه نه غواړو خو مونږ به د خپلو ځواکونو د ساتنې او اسرايل د ملاتړ څخه هيڅ ډډه ونه کړو".‏ نوموړي د اسرايل د دفاع وزیر يوو ګېلنت سره د اتوار ورځ او اوونۍ په اخره کې درې ځله په ټيليفون خبرې کړي دي.‏

د امریکې صدر جوبايډن د ايران حملې ته د سفارتي ځواب دپاره په تندۍ د جي سېون هېوادونو ويډيوي غونډه بللې وه.‏

د جي سېون هیوادونو د مشرانو د غونډې وروسته په ګډ بيان کې ويل شوي، ايران په دغو اقداماتو په سيمه کې بې ثباتۍ بل ګام پورته کړی دی، دا په ‏سيمه کې کړکېچ سېوا کولو ته لمن وهل دي، د دې نه ډډه کول پکار دي.‏
دوی ویلي، مونږ د حالاتو قابو کولو او نورې شخړې بچ کېدو دپاره کار کوو، د ايران نه یې د پراکسيز بندولو غوښتنه کړې او زياته کړې یې ده دوی د نورو ‏اقداماتو دپاره تيار دي.‏

بايډن د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو سره په ټيليفوني خبرو کې ويلي، امريکا د اسرايل د امنيت دپاره کلکه ژمنه کوي.‏ د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، بايډن، نېتن ياهو ته ویلي، د ايران په حملو کې کم نه کم ځاني او مالي تاوان شوی ځکه اسرايل ته پکار دي د ايران د حملو ‏ځواب ور نه کړي.‏

د امریکې صدر او بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د سيمې د مشرانو سره په ټيليفوني خبرو کې ویلي، واشنګټن د تهران سره نېغ پوځي ټکر نه غواړي او ‏امریکا به د اسرايل د دوامداره ساتنې دپاره هيڅ ډډه ونه کړي.‏
ايران نه د حملې تاييد او نه رد کړی دی.‏ دفاعي چارواکو د جمعې په ورځ تاييد کړې، امريکايي پوځ منځني ختيځ پله د اضافي پوځ تګ پيل شوی دی. په سيمه کې دا وخت خواوشا ‏‎40,000‎‏ ‏پوځيان دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG