Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې ډاکټرانو انسان ته د سوور ګرده، پښتورګی، لګولی


دا وړمبی ځل دی چې ډاکټرانو انسان ته د سوور داسې ګرده لګولې چې په جینیاتي توګه په کې بدلون شوی
دا وړمبی ځل دی چې ډاکټرانو انسان ته د سوور داسې ګرده لګولې چې په جینیاتي توګه په کې بدلون شوی

د امریکې د مېساچوسېټس ریاست په باسټن ښار کې ډاکټرانو یو مریض ته د سوور یا خنزیر پښتورګی، ګرده، لګولې چې انسانانو ته د ځناورو د اندامونو د منتقلولو په لړ کې وروستۍ تجربه ده.

د باسټن په مېساچوسېټس جنرل هسپتال کې ډاکټرانو تېره میاشت ۶۲ کلن مریض ته سوور داسې ګرده ولګوله چې جنېټېکلي یا په طبي توګه په کې بدلون شوی و.

ډاکټرانو وویل دا وړمبی ځل دی چې د سوور تبدیل شوي ګرده ژوندي انسان ته لګول شوې ده. د دې نه مخکې د سوور یا سرکوزي ګردې په عارضي ډول داسې انسانانو ته لګول شوي دي چې په ‌دماغو مړه وو.

دوو انسانانو ته د خنزیر زړونه هم لګول شوي وو خو دواړه کسان په څو میاشتو کې دننه مړه شول.

د مېساچوسېټس په هسپتال کې رېچرډ رېک سلېمېن ته ګرده لګول شوې او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د مارچ د میاشت په ۲۱ نېټه خپل رپورټ کې وویل د سلېمېن اپرېشن د خالي، شنبې، په ورځ وشو او د ډاکټرانو توقعو وه چې هغه به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کور ته ولېږل شي.

ډاکټر ټېټسو کوايي وویل هغه او د هغه همکاران ګڼي چې د سوور ګرده به لږ تر لږه دوه کاله کار وکړي.

د پښتورګي د ناروغو ماهر ډاکټر وېنفرېډ ویلیمز وویل که د سلېمېن ګرده کار پرېږدي نو هغه به بیا ډایلېسېس شروع کوي. ډاکټر ویلیمز وویل د هغو مریضانو برعکس چې د سوور زړونه ورته لګول شوي وو سخت ناروغه وو خو سلېمېن ښه جوړ دی.

مېساجوسېټس جنرل هسپتال په یو بیان کې وویل سلېمېن ته په کال ۲۰۱۸ کې بله ګرده لګول شوې وه خو وروسته يې کار پرېښودو او ډایلېسېس یې شروع شو او کله چې يې په ډایلېسېس کې پېچیدګانې پېدا شوې او اپرېشنونو ته یې ضرورت لرلو نو ډاکټراتو ورته د خنزیر ګرده د لګولو مشوره ورکړه.

سلېمېن وویل د سوور پښتورګي لګول ورته نه یوازې د ځان دپاره یوه موقعه ښکاریده بلکې د هغو زرګونو خلکو دپاره ورته هم د امید لاره ښکارېدله چې د ژوندي پاتې کېدلو دپاره ورته د ټرانسپلانټ یا د ګردي د لګولو ضرورت دی.

د سلېمېن په اپرېش څلور ګڼتې ولګېدې او د اپرېشن وروسته چې کله ګردې کار شروع کړو نو ډاکټرانو پرې خوشحالي وکړه. ډاکټر کوايي وویل هغه په حقیقت کې د دې ښکلې ګرده نه وه لیدلې.

ډاکټران وايي د ګردې د داسې ډول انتقال استعمال د عام کېدو نه مخکې د نورې څېړنې او په نورو هسپتالونو کې د نورو اپرېشنونو ضرورت دی.

د سوور ګرده انسان ته منتقلول د xenotransplantation په برخه کې دا وروستۍ تجربه ده. د طب په دې برخه کې ډاکټران کوښښ کوي چې د ناروغه انسانانو علاج د نورو ځناورو په خولیو یا اندامونو وکړي. خو د ډیرو کلونو راهسې دا تجربې ناکامه کېږي ځکه چې د انسان د بدن مدافعتي نظام به خارجي خوليي تباه کولی.

په وروستیو تجربو کې د سوور داسې اندامونه استعمالېږي چې په جینیاتي توګه په کې بدلون شوی وي او د انسان اندام ته ورته جینیاتي خصوصیا لري. دې تجربو دا امیدونه پېدا کړي چې یوه ورځ به د انسانانو ناکاره اندامونه د بدلولو دپاره د اندامونو کمی نه وي.

کلېمېن ته د لګولو نه مخکې د سوور په ګرده کې جینیاتي بدلون شوی و، د سوور مضر جینز ترې لرې کړی شوي وو او د دې ګردي صلاحیت ښه کولو دپاره په کې انساني جینز شامل کړی شوي وو.

د امریکې د حکومت فوډ اېنډ ډرګ اېډمېنسټرېشن، اېف ډ‌ي ای، چې په ملک کې د دوایانو او د طب سره تړلو چارو سرپرستي کوي، سلېمېن ته د انساني همدردۍ د قوانینو دلاندې د ګردې د انتقال خصوصي اجازت ورکړی و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG